ويراټ کوهلي د خپلي ژمنې سره سم روان دی. | خبریال

ويراټ کوهلي د خپلي ژمنې سره سم روان دی.

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د رويال چلنجرز بنګلور لوبډلمشر ويراټ کوهلي چې د خپلي لوبډلي د بريا او د اې پې ايل په خپل نوم کولو لپاره کومې څرګندوني او خبري کړي وي تر دا مهال د خپلو څرګندونو سره سم روان دی.

هغه د ۲۰۲۱ز کال اې پې ايل د پيل څخه مخکې ويلي وه چې سږکال اې پې ايل به ددوي د لوبډلي په ګټه پای ته رسيږي.

د رويال چيلنجرز بنګلور لوډبډلي سره چې د هندستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوډلمشر او توپ وهوونکی ويراټ کوهلي يې لوبډلمشرې کوي د نړۍ د نورو پياوړو لوبډلو پياوړي لوبغاړي لوبيږي د هندوستان د سوداګريز ليګ يا اې پې ايل يو له پياوړو لوبډلو څخه شميرل کيږي.

د رويال چيلنجرز لوبډلي د ۲۰۲۱ز کال اې پې ايل سياليو کې تر دا مهال ۳ لوبي کړي دي چې ۳ واړه لوبي يې ګټلي دي.

نن ورځ هم د رويال چلنجرز او کلکتي لوبډلي ترمنځ لوبه ترسره شوه چې د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي په برياليتوب سره پای ته ورسيده.

د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي په ټاکلو شل اورونو کې د کلکتي لوبډلي د ۴ لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۰۴ منډي جوړي کړي او سيال لوبډلي ته يې د ۲۰۵ منډو هدف وټاکه.

خو، د کلکتي لوبډلي و نه شو کولی چې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي او د ۸ لوبغاړو په سوځيدو سره يې ۱۶۶ منډي جوړي کړي او د هدف په ترلاسه کولو کې پاتي راغلل.

د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي لخوا ای بې ډې وېليرز او ګلين مکسوېل تر نورو لوبغاړو ښه توپ وهنه وکړه چې ای بې ډې وېليرز ۷۶ ناسوځيدلي او ګلين مکسوېل ۷۸ منډي جوړي چې د بنګلور لوبډلي په بريال کې يې مهم رول ولوبوو.

د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي د اې پې ايل د پيل راهيسې تر دا مهال ۳ ځله پای لوبي ته لار موندلي ده چې په يوه پای لوبه کې هم نه ده چې پای لوبه وګټي او اې پې ايل ستر ليګ په خپل نوم کړي.

د رويال چيلنجرز لوبډلي د ۲۰۲۱ز کال اې پې ايل سياليو کې تر دا مهال ۳ لوبي کړي دي چې ۳ واړه لوبي يې ګټلي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ