ولې راشد خان د مارچ غوره لوبغاړی نشو؟ | خبریال

ولې راشد خان د مارچ غوره لوبغاړی نشو؟

کريکبال وېبپاڼه- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړې او د نړۍ غوره توپ اچوونکی راشد خان چې د ۲۰۲۱ز کال د کرکټ نړيوالي شورا له لورې د مارچ غوره لوبغاړو ليست ته کانديد وه.

خو، راشد خان د کرکټ نړيوالي شورا له لورې د مارچ مياشتي غوره لوبغاړی اعلان نه شو او د کرکټ نړيوالي شورا د مارچ مياشتي د غوره لوبغاړې جايز هندې لوبغاړی بنوېشنر کومار ترلاسه کړه.

د کرکټ نړيوالي شورا لخوا د مارچ مياشتي د غوره لوبغاړې په توګه د راشد خان نه اعلانيدل يو لامل هم افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د لوبو کموالی او نشتوالی دی.

لوبغاړي چې څومره ډيري لوبي کوي هغومره ډيري لاسته راوړني او تجربي حاصلوي.

د هيوادونو په کرکټ بورډونو دا لازمه او حتمې ده چې د خپل کرکټ او لوبغاړو د پرمختګ لپاره ورته لوبي برابري کړي.

چې له بده مرغه د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو او کرکټ په توجه کې پاتې راغلی او لوبغاړو او کرکټ ته هغسې پاملرنه نه کوي چې څنګه لازمه وي.

د لوبغاړو کم لوبيدل او د کرکټ لوبو نه شتون هم د لوبغاړو په کارکردګۍ بده اغيز کوي.

راشد خان چې د نړۍ په کچه يو له پياوړو توپ اچوونکو او لوبغاړو څخه شميرل کيږي د لوبو د نشتوالي له کبله يې کارکردګې د کمزورۍ سره مخ ده.

په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي لپاره ډيري لوبي اعلان شوي خو کمې يې ترسره او ډيري يې د ستونزو له کبله ترسره شوي نه دي.

راشد خان په ډيري کم عمرۍ (۱۷) کلنۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ته لار پيدا کړه او د خپلي غوره لوبو او توپ اچوونې له کبله يې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې ځانګړی ځای خپل کړ.

اوسمهال راشد خان د کورني کرکټ ترڅنګ د نړۍ په مشهورو سوداګريزو ليګونو کې هم لوبيږي او د نړۍ په کچه په ميلينونو مينوال لري.

راشد خان په ډيري کم عمرۍ (۱۷) کلنۍ کې د د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي ته لار پيدا کړه او د خپلي غوره لوبو او توپ اچوونې له کبله يې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې ځانګړی ځای خپل کړ.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ