د بنګلور او ډيلي لپاره د لوبو ګټل څومره مهم دی؟ | خبریال

د بنګلور او ډيلي لپاره د لوبو ګټل څومره مهم دی؟

کریکبال وېبپاڼه/ د بنګلور او ډیلی لوبډلو بریا خو بنګلور تر لومړي مقام ځان وره سوه.

د هندوستان غوره لیګ سیالو په دوام لسمه لوبه د رویال چیلنجر بنګلور او کلکته نايټ رايډرز ترمنځ ترسره شوه.

د لوبي ټاس د رویال چیلنجر بنګلور لوبډلې وکاټه او د توپ وهوني پریکړه يي وکړه.

بنګلور لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ٢٠٤ منډې ترلاسه کړی. او د کلکتې لوبډلې ته يي ٢٠٥ منډې هدف ورکړ.

دبنګلور لوبډلې لپاره په توپ وهونه کې ګلین ماکسویل د نهه څلویښت توپونو په مرسته اته اویا منډې ترلاسه کړي او بل لوبغاړې اې بي ډیویلرس د څلور دیرش توپونو په مرسته شپږ اویا منډې جوړي کړی.

کلکتې لوبډلې ونه شو کولې چې یاد هدف ترلاسه کړی.

کلکتې لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره یوسلو شپږ شپته منډې ترلاسه او لوبه یي بنګلور لوبډلې ته د اته دیرش منډو په توپیر وبایلله.

د کلکتې لوبډلې لپاره انډریو رسل یو دیرش او یون مورګن نهه ویشت منډې ترلاسه کړی.

دلوبې غوره لوبغاړې ای بي ډیو ویلیرس وټاکل شو.نوموړي په ٣٦ توپونو ٧٦ ناسوځیدلې منډې جوړې کړي.

بنګلور د یادې لوبي په کټلو سره د جدول سرته لاړه او نومرې یې هم شپږ شوي.

دوهمه لوبه

دهندوستان غوره لیګ کې د یکشنبې ورځ دویمه لوبه د پنجاب او ډیلې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

یاده لوبه د لیګ یولسمه لوبه وه.چې ډیلې لوبډلې پکې پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

ډیلې لوبډلې دټاس په کټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه.او پنجاب لوبډلې ته يي د توپ وهونې بلنه ورکړه.

پنجاب لوبډلې د څلور لوبغاړو په سوځیدو سره په شلو اورونو کې یوسلو پنځه نوی منډې جوړې کړې.

د پنجاب لوبډلې لپاره په توپ وهونه کې ماینګ اکروال د شپږدیرش توپونو په مرسته ٦٩ منډې او کی ایل راهول د یو پنځوس توپونو په مرسته ٦١منډې ترلاسه کړې او ډیلې لوبډلې ته يي د ١٩٦ منډو هدف وټاکه.

ډیلې لوبډلې یاد هدف د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره په ١٨،٢اورونو کې د شیکر دوان د دوه نوی منډو په مرسته ترلاسه کړ.

د یادې لوبې غوره لوبغاړې شیکر دوان وپیژندل شو،هغه په نهه څلویښت توپونو د دیارلس څلوریزو او د دوه شپږیزو په مرسته دوه نوی منډې وکړې.

د هندوستان غوره لیګ راتلونکې دولسمه لوبه د راجستان رایلز او چینای سوپر کینګز ترمنځ د دوشنبې په ماښام شپږ بجي سره مخ ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ