ډوني څنګه ځان له سوځیدو وژغورو؟ جالب | خبریال

ډوني څنګه ځان له سوځیدو وژغورو؟ جالب

‎کريکبال وېبپاڼه-د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل دولسمه لوبه د چینای او راجستان رویالز سره مخ دی.

‎د یادې لوبې ټاس راجستان راجستان لوبډلې وکټه او د توپ اچونې پریکړه يي وکړه. او د توپ وهونې بلنه يي چینای لوبډلې ته ورکړه.

‎د چینای لوبډلې د نهو ویکټو د لاسه ورکولو سره په شلو اورونو کې یوسلو اته اتیا منډې ترلاسه کړې او راجستان لوبډلې ته يي د يوسلو نهه اتیا منډې هدف ورکړ.

دې لوبه کې ډوني له رن اوټ څخه په ډير مهارت ځان وژغورو!

‎په یاده لوبه ډونې د څوارلسم اور په دوهم بال ځان درن اوټ څخه بچ کړو .

ډونې له رن اوټ څخه د هغه د تجربې او د پښو د چابک ( تيزوالې) له برکت وژغورل شو دغه ۳۹ کلن لوبغاړی اوس هم ښه فيټنس ( د بدن ښه والی لري)

د نوموړي په داسې ځای کې د رن اوټ څخه ځان وژغورو چې د سوځيدو چانس يې ډير وه خو، د خپل تيزوالې له برکت د سوځيدو څه وژغورل شو.

‎ډوني نه یوازي د هندوستان لپاره بلکې په آی پي ایل سیالیو کې یو تجربه کار لوبغاړې دي.

 

‎ډوني اوسمهال د هندوستان غوره لیګ کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې لوبډلمشر هم دي.

‎ډوني په لوبډله کې د ویکټ ساتنې دنده هم لري. نوموړي په ښي لاس توپ وهونه کوي.

‎او د هندوستان غوره لیګ کې يي لومړي لوبه په ٢٠٠٨ کال کې ترسره کړه.

‎د ډوني اوچت سکور په آی پي ایل سیالیو کې په یوه لوبه کې څلوراتیا منډې د رویال چلنجر بنګلور پر وړاندې په دوه زره نولس کال کې ترسره کړی.

‎که ډونې په راتلونکې لوبو کې یوسلو نهه اویا منډې ترسره کړي نو هغه په شل اوریزه لوبو کې اووزره منډې بشپړې کړې.

‎او همدارنګه که ډوني نوری څوارلس شپیږیزی ترسره کړې نو په آی پي ایل سیالیو کې به د چینای لپاره دوه سوه شپږيزی پوره کړي.

‎ایم اس ډوني په آی پي ایل سیالیو زیاتې شپږیزی په ١٧- ٢٠اورونو ترمنځ ترلاسه کړې.

همدارنګه ډوني د نړۍ يو له تجربه کارو لوبغاړو او د نړۍ يو غوره لوبډلمشر دی چې ډير مينوال يې د لوبي او لوبډلمشرۍ څخه متاثره کيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ