نن به يي څوک کټي ؟ | خبریال

نن به يي څوک کټي ؟

کریکبا وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا تجارتې سیالیو کې دولسمه لوبه د چینای او راجستان رایلز ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې پچه يا ټاس د راجستان لوبډله وکټه او د توپ وهونې بلنه يي د چینای سوپر کیګنز لوبډلې ته ورکړه.

چینای لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره یوسلو اته اتیا منډې ترلاسه کړې او راجستان لوبډلې ته يي د یوسلو نهه اتیا منډې هدف ورکړ.

د چینای سوپر کینګز لپاره په توپ وهونه کې فاف ډیفلیسي په ١٧ توپونو دري دیرش منډې او امپاتې هم په ١٧ توپونو باندې اووه ویشت منډې ترلاسه کړې .

د راجستان رایلز لپاره په توپ اچونه کې چیتان ساکیریه په څلورو اورو کې د شپږدیرش منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړې وسوځول.او د راجستان لپاره بل لوبغاړې کیرس مورس هم په څلور اورونو کې ده دری دیرش منډو په ورکولو سره د راجستان رایلز لپاره دوه ویکټې ترلاسه کړې.

راجستان لوبډلې ونه شوو کولې چې یاد هدف ته ځان ورسوي.

راجستان رایلز په ټاکل شوو شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ټولې یوسلو دري څلویښت منډې جوړي او لوبه يي د پنځه څلویښت منډو په توپیر چینای لوبډلې ته وبایلله.

د راجستان رایلز لپاره په توپ وهونه کې جوز بټلر ښه وځلیده. نوموړي په پنځه دیرش توپونو په مرسته نهه څلویښت منډې جوړي کړي.

دچینای لپاره په توپ اچونه کې معین علی غوره توپ اچونه ترسره کړه. چي په دري اورونو کې د اووه منډو په ورکولو سره د دري مهمي ویکټي ترلاسه کړي. بل لوبغاړې چي د چینای لپاره يي ښه توپ اچونه ترسره کړه هغه سیم کورن و. نوموړي په څلورو اورونو کې د څلورویشتو منډو په ورکولو سره دوه ویکټې ترلاسه کړي.

همدارنګه د لوبې غوره لوبغاړې د چینای لوبډلې الرونډر معین علی وټاکل شو. چي په دري اورونو کې د اوو منډو په ورکولو سره دري لوبغاړې سوځول، او په توپ وهونه کې په شل توپونو باندې شپږویشت منډې جوړي کړې وي.

چینای لوبډلې د یادی لوبې په کټلو سره د جدول دوهم مقام ته ورسیده. چي د دري لوبو نه یي دوه لوبي کټلې او یوه یي بایللي ده. او په لومړې مقام کې بیا بنګلور لوبډله قرار لری چي ده دري لوبو نه یي دري واړه کټلې.

د آی پي ایل سیالیو په دوام نن په دیارلسمه لوبه کې ډیلې کپيټلز او ممبیی انډیز لوبډلې سره د افغانستان پر وخت ماښام شپږ بجی سره مخ کیدونکې کې دي.

همدارنګه د ډیلې او ممبیی لوبډلې د هندوستان غوره لیګ کې اته ویشت ځلې سره مخ شوي چي شپاړس ځلې ممبیی لوبډلې بریا خپله کړی، او دولس ځلې ډیلې کپيټلز لوبډلې بریا خپله کړی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ