د پې سي ایل نن دوهمه لوبه د حضرت ځاځي په شتون ترسره کېږي | خبریال

د پې سي ایل نن دوهمه لوبه د حضرت ځاځي په شتون ترسره کېږي

_پي ایس ایل: نن دوهمه نېمه پای لوبه د حضرت ځاځي په شتون تر سره کیږي

_د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په لړ کې نن شپه د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې د پيښور زلمي او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلو پر منځ دوهمه نېمه پایلوبه تر سره کیږي. چې ګټونکي لوبډله به يې پایلوبې ته لار ومومي، او په پای لوبه کې به د ملتان سلطان لوبډلې سره د جون په ۲۴ نېټه پای لوبه تر سره کړي._

_له پيښور زلمي لوبډلې سره دوه افغان لوبغاړي پیلیز بریدګر توپ وهونکی حضرت الله ځاځی او وقار سلام خېل لوبیږي، خو له اسلام اباد لوبډلې سره بیا کوم افغان لوبغاړی شتون نه لري._

_افغان توپ وهونکي حضرت ځاځي چې تیره شپه د کراچۍ کینګز لوبډلې پر وړاندې په ایلیمینټر سیالۍ کې د خپلې پيښور زلمي لوبډلې لپاره بهترینه توپ وهنه وکړه او خپله لوبډله يې بریا ته ورسوله نن شپه اته نېمې بجې به د اسلام اباد پر وړاندې هم ولوبیږي._

_حصرت د کراچۍ کینګز پر وړاندې د پنځو شپږیزو او ۱۰ څلوریزو پر مټ په ۳۸ بالونو باندې ۷۷ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې._

_د پاکستان په سوپر لیګ سیالیو کې شپږ لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبیدې، چې دوه لوبډلې کویټه ګلیدیټرز او لاهور قلندرز په لومړي پړاو کې پاتې شوې او څلور نورې لوبډلې کراچۍ کینګز، اسلام اباد یونایټیډ، پیښور زلمي او ملتان سلطان دوهم پړاو ته ورسیدې، چې په دوهم پړاو کې ملتان سلطان پایلوبې ته ورسیده او نن شپه به پيښور زلمي لوبډله له اسلام اباد لوبډلې سره نېمه پایلوبه تر سره کړي._

_د یادولو وړ ده چې په دغه لوبه کې که هر لوبډله لوبه ګټې ملتان سلطان سره به پایلوبه کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ