یونس خان د خپلې دندې استعفاء وکړه | خبریال

یونس خان د خپلې دندې استعفاء وکړه

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې بيټينګ روزونکي يونس خان انګلينډ ته د پاکستانۍ لوبډلې د محدودو اورونو لوبو له سفر وړاندې استعفا وکړه.

نوموړی د تېر کال په نومبر کې د پاکستان کرکټ لوبډلې بيټينګ روزونکی وټاکل شو او د قرارداد په اساس يې بايد د ۲۰۲۲ شل اوريز جام پورې خپلې دندې ته دوام ورکړی وو خو له اوه مياشتو روزنې وروسته هغه خپله دنده پرېښوده.

د يونس خان په روزنه کې پاکستانۍ لوبډلې خپل لومړی سفر نيوزېلېنډ ته وکړ چېرته چې ميلمه لوبډلې خپلې دواړه ټيسټ سيالۍ وبايللې. له هغه وروسته پاکستانۍ لوبډلې د جنوبي افريقا لوبډلې ته په یو شمېر لوبو کې ماته ورکړه.

یونس خان له لوبډلې سره وروستی سفر زمبابوې ته وکړ چې ټولې لوبې يې وګټلې او له هغه سفر وروسته نوموړي نن استعفا اعلان کړه. د پاکستان کرکټ ملي لوبډله به د ميلادي مياشتې جون په ۲۵مه انګلستان ته د بيټينګ روزونکي په نشتون کې سفر وکړي.

د پاکستان کرکټ بورډ اجرائيه رئيس وسيم خان د يونس خان په استعفا خواشيني څرګنده کړې او د هغه له خدمتونو يې مننه کړې ده. وسيم هيله ښوولې چې يونس خان به په راتلونکې کې له پاکستانۍ لوبډلې سره خپله همکاري جاري وساتي.

که څه هم دواړو خواو ( يونس خان او پاکستاني کرکټ بورډ ) د يونس خان د استعفا په لامل له نظر څرګندونو ډډه کړې ده خو داسې انګیرنې موجودې دي چې ممکن هغه نور نه غوښتل په کم صلاحیت د مصباح الحق ترلاس لاندې دندې ته دوام ورکړي.

بله خوا داسې باور هم موجود دی چې ممکن یونس خان په یو بل ښه ځای کې د دندې پیدا کولو په تکل له پاکستاني کرکټ بورډ سره لارې جلا کړې وي. خان يو له هغه پاکستاني لوبغاړو وو چې خپلې لوبډلې ته يې په ټيسټ کرکټ کې ۱۰۰۰۰ منډې کړې وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ