حضرت الله ځاځي د غوره لوبغاړي ترڅنګ خپله لوبډله يي تر پایلوبي ورسوله. | خبریال

حضرت الله ځاځي د غوره لوبغاړي ترڅنګ خپله لوبډله يي تر پایلوبي ورسوله.

خبریال وېبپاڼه / د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس ایل لیګ سیالیو کې د دوهم ایلمنټر کې د یاد لیګ ٣٣ مه لوبه ترسره شوه.

یاده لوبه د پیشاور زلمو لوبډلي او اسلام اباد یونایتید لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبي ټاس یا بچه د پیشاور زلمو لوبډلې وکټله او د توپ اچونه پریکړه يي وکړه او د توپ وهني بلنه يي اسلام اباد یونایتید لوبډلي ته ورکړه.

اسلام اباد یونایتید لوبډلې د نهو لوبغاړو په زیان يي په شل اورونو کې يي ١٧٤ منډې ترلاسه کړي او پیشاور زلمو لوبډلې ته يي په شل اورونو کې يي ١٧٥ منډې هدف ورکړه.

اسلام اباد یونایتید لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې حسن علي او کولین مینرو غوره توپ وهنه ترسره کړه. حسن علي په ١٦ توپونو باندي يي ٤٥ او کولین مینرو په ٢٩ توپونو باندي يي ٤٤ منډې ترلاسه کړي.

د پیشاور زلمو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې يي وهاب ریاض او ایماد اصف دوه دوه ویکټې او محمد عرفان یوه ویکټه ترلاسه کړه.

پیشاور زلمي لوبډلې یاد هدف د حضرت الله ځاځي او ویلس په غوره توپ وهني سره په ١٦.٥ اورونو کې ترلاسه کړه او ١٧٧ منډې يي جوړي کړي. او اسلام اباد لوبډلې ته يي په اتو ویکټو ماتې ورکړه او پایلوبي ته يي لاره پیداکړه.

حضرت ځاځي په روانو پاکستان سوپر ليګ سياليو کې خپله دريمه نیمه سليزه په ۳۹ توپونو په يوه ستره شپږيزه ووهله او ټولې یې په ۴۴ توپونو ۶۶ منډې وکړې چې په توپ‌وهنه کې یې ۴ شپږيږې او ۶ څلوريزې شاملې وې.

دیادي لوبي غوره لوبغاړي حضرت الله ځاځي وټاکل شو د نوموړي دریم ځل لپاره وتوانیده چي په یاد لیګ کې د دریم ځل لپاره د لوبي غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي.

پیشاور زلمي لوبډله به د پنچشنبي په شپه د ملتان سلطان لوبډلې سره پایلوبه ترسره کړي. د یادولو وړ ده چي ملتان سلطان لوبډلې سره هم یو افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز لوبیږي.

د ټاکل شوي مهالوېش له مخې به د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو پايلوبه د روانې جون مياشتې په ۲۴ نيټه د افغانستان پر وخت د شپې اته بجې او ديرش دقيقې د ملتان او پيښور لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ