بابر اعظم د شل اوریزو لوبو لوبډلمشرانو په لومړي سرکې ځای لري | خبریال

بابر اعظم د شل اوریزو لوبو لوبډلمشرانو په لومړي سرکې ځای لري

بابر اعظم په اوسني وخت کې د شل اوریزه لوبو د لوبډلمشرانو په سر کې ځای لري

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړی او د یادې لوبډلې د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر بابر اعظم د شل اوریزه لوبو د لوبډلمشرانو په اوسنۍ درجه بندي کې په لومړي ځای کې شتون لري.

بابر اعظم په ۲۰۲۰ کال کې د سرفیراز احمد پر ځای د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر وټاکل شو، هغه تر دې دمه پوري د یادې لوبډلې لپاره نه یوازي ښه لوبډلمشر پاته شوې، بلکي یو ښه توپ وهونکی هم دي.

۲۶ کلن بابر له ۲۰۲۰ کال څخه بیا تراوسه پوري د پاکستان ملې لوبډلې په ګته په ۲۱ شل اوریزه لوبو کې برخه اخیستې، چې په دې لوبو کې یې ۱۳ د پاکستان ملې لوبډلې په ګټه پای ته رسولي، ۶ یې بایللي او ۲ لوبې یې بې پایلي پای ته رسېدلي.

بابر په یاده درجه بندۍ کې اوس لومړی ځای لري، چې په ۶۸.۴۲ اوسط سره یې خپله لوبډله په شل اوریزه لوبو کې بریا ته رسولې ده.

په دوهم ځای کې د پاکستان سر سرخت سیال د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلی شتون لري، هغه په ۴۵ شل اوریزه لوبو کې ۲۷ لوبي ګټلي او ۱۴ لوبي یې بایللي، او ۴ لوبي یې بې پایلي پای ته رسېدلي، یاد لوبغاړی په دې درجه بندۍ کې ۶۵.۱۱ اوسط سره هندوستان لوبډله تر بریا رسولې ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ