د حضرت الله ځاځي په اړه د پاکستاني کرکټ څارونکو تبصرې | خبریال

د حضرت الله ځاځي په اړه د پاکستاني کرکټ څارونکو تبصرې

خبریال وېبپاڼه / حضرت الله ځاځي په خپله دريمه او د کراچۍ په وړاندې دوهمه لوبه کې د افغانستان اوپنر لوبغاړی حضرت ځاځی يو ځل بيا د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او خپله لوبډله يې تر پايلوبې يو قدم نوره ورنږدې کړه.

په پاکستان سوپر ليګ کې د حضرت د تېرې شپې له لوبې وروسته هغه په خواله رسنیو کې د پاکستاني کرکټ څارونکو او د دواړو لوبډلو د کپتانانو له لوري وستايل شو.

د پيښور زلمي لوبډلې کپتان وهاب رياض وايي “ويکټ اسانه نه وه ، بال په ښه ډول بېټ ته نه راتله خو حضرت ځاځي داسې لوبه وکړه چې نورو لوبغاړو ته یې ګټل اسانه کړل، کله چې تر ۱۷۰ هدف پوره کوې نو بايد يو اوپنر دې ښه لوبه وکړي، فکر کوم حضرت ځاځی يو له بهترينو هېټرانو دی”.

ریاض د کراچۍ سره د په زړه پورې لوبې وروسته وویل چې بختور دی چې لوبه یې وګټله او دا چې ځاځي یو ځل بیا ښکلې لوبه وکړه “بختور یو چې داسې سخته لوبه مو وګټله، یو ځل بیا د ځاځي د ښې لوبې له امله بریا ته ورسیدو “.

د کراچۍ کینګز لوبډلې لوبډلمشر عماد وسیم هم د حضرت د لوبې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې مونږ له ډيرو لارو چارو کار واخیست خو ونه شو “مونږ بیلابیلې لارې وازمایلې خو هغه دواړو لوبو کې ډیره ښه لوبه وکړه. هغه د پیښور لپاره دواړو لوبو کې ډير ښه ولوبیده”.

یو شمیر مشهورو پاکستاني ژورنالستانو هم په پي ایس ایل شپږم پړاو کې د افغان لوبغاړو لوبې ستایلي او دوی یې یادو سیالیو ته لا ښکلا ور بښونکي ګڼلي. د ساج خان په نوم یو پاکستانی ژورنالست لیکي “په پاکستان سوپر لیګ کې د افغان پیاوړو لوبغاړو لوبیدو متاثره کړم ، حضرت ځاځی، محمدنبي، راشد خان او نور احمد د شل اوریزه لوبو بهترین لوبغاړي ګڼلی شو”.

د جیونیوز اردو څانګې خبریال ارفا فیروز وايي چې په پي ایس ایل کې ټول ګډون­وال افغان لوبغاړي بریالي وه او د مینه­والو د ساعتیرۍ او خوشاله کولو سبب شول. یو بل پاکستاني ژورنالست مظهرارشد بیا وايي چې روزونکي ډیرین سمی پیښور لوبډلې ته د کرابین سټایل را انتقال کړو او چې یو لږ هېټرانو څخه یې وچلیږي نو لوبه بدلولی شي لکه نن شپه حضرت ځاځی.

په پاکستان سوپر لیګ کې تردې مهاله افغان لوبغاړي حضرت ځاځي یوازې درې لوبې کړي او دوه نیمه سلیزې یې وهلي چې دواړه یې د کراچۍ کینګز لوبډلې په وړاندې وهلي دي. پیښور زلمي لوبډله به نن د شپې اته بجې او دیرش دقیقې په دوهم ایلیمنیټر کې د اسلام آباد په وړاندې ولوبیږي او بریالۍ لوبډله به پایلوبه له ملتان سره وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ