کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د نړۍ د تجربه کارو لوبغاړو ته د خپلو تجربو او وړتياوو د ښودلو لپاره يو مهم سوداګريز ليګ دی.
د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د توپ وهنې او توپ اچوونې ترڅنګ په ډګر ساتنه کې هم لوبغاړي خپلي وړتياوې ښکاره او غوره ډګر ساتنه کوي چې دا هم د لوبغاړو په کارکردګۍ کې مهم رول لري.
د هندوستان سوداګريز ليګ چې د ولولو او شور ډک ليګ دی د نړۍ د ګوډ ګوډ څخه ددغغ لوبو د ليدو لپاره مينوال او ليدونکي هندوستان ته ځي.
خو ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ز کلونو کې د کرونا وبا له کبله دغه لوبي د قرنطين په ډول ترسره شوي او په لوبغالي کې يې ليدونکي نه لرل او لا هم لوبي په همدې ډول سره ترسره کيږي.
خو ددې هر څه سره سره دلته د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل چټک او غوره ډګر ساتوونکي وپيژنئ.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي او په اې پې ايل کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلي لوبغاړی راشد خان چې ډيره چټکه ډګر ساتنه ترسره کوي او د ډګر ساتني په برخه کې ستر ريکارډونه هم لري
د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي پياوړی توپ وهوونکی او لوبغاړی ای بې ډې وېليرز چې د سويلي افريقا يو له پياوړو او چټکو توپ وهوونکو څه دی او هم د شل اوريزو لوبو يو له چټک توپ وهوونکو څخه دی همدارنګه په اې پې ايل کې يو له چټکو او غوره ډګر ساتوونکو څخه هم دی.
د ممبۍ اينډينز لوبډلي الرونډر او پياوړی لوبغاړی کيرن پولارډ چې د شل اوريزو لوبو يو له چټک توپ وهوونکو څخه دی او غوره توپ اچوونکو څخه هم دی همدارنګه د ډګر ساتني برخه کې هم ډير پياوړی او چټکه ډګر ساتنه ترسره کوي.
روېندرا جدېجا چې د چينای سوپر کينګز لوبډلي سره لوبيږي د اې پې ايل يو له غوره او چټکو ډګر ساتوونکو څخه شمير کيږي او په زړه پورې ډګر ساتنه ترسره کوي.
په اې پې ايل کې به نور هم داسې لوبغاړي شتون ولري چې غوره ډګر ساتنه ترسره کوي خو دا څلور لوبغاړي بيا تر نورو مخکې دي.