راتلونکې اسیا جام کله او چیرته ترسره کیږي؟ | خبریال

راتلونکې اسیا جام کله او چیرته ترسره کیږي؟

کریکبال وېبپاڼه / راتلونکې أسیا ګپ چیرته او کله ترسره کيږي؟

اسیا جام هغه جام دي چي د اسیایي شورا ترسره کیږي.

او یوازي د اسیا لويې وچې لوبډلې به پکې ګډون کوي.چي کله پنځه او یاهم کله شپږ لوبډلې وي.

ټاکل شوي وه چي یاد جام به په دوه زره شل کال کې ترسره شي.خو د کرونا ویروس له ترسره نه شوو، چي یاد جام د پاکستان هیواد په کوربه توب ترسره کیده.

خو د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان مانی تیر کال له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د دوه زره یوویشت کال اسیا جام به د سریلانګا په کوربه توب ترسره شي. چي دسریلانکا د کرکټ بورډ ریس لخوا هم ورسره منلې.

په یاد جام کې د افغانستان په ګډون پاکستان، هندوستان،بنګله دیش،سریلانکا، او یوه لوبډله هم د دویمې درجې هیوادونو څخه شامله ده.

یاد په دوه زره یوویشت کال د حون د میاشت کې د سریلانکا هیواد په کوربه توب ترسره کیږي.

په دي جام کې افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلې لومړنې لوبه ترسره کوي چي دا لوبه د جون میاشتې په لومړي نیټه ترسره کیږي.

خو د پاکستان کرکټ بورډ اغلان وکړ، چي د جون د میاشتې په لومړي نیټه به ده دوي کورنې سیالې وځنډول شي.

همدارنګه باید یاده شی چي دهندوستان کرکټ ملې لوبډله هم په همدي میاشت د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې سره د جمپینز شیپ سیالیو پای لوبه د انګلستان په لارډز لوبغالې کې ترسره کړي.

د هندوستان کرکټ بورډ د اسیا جام په اړه ویلې، چي دوي به بله لوبډله یاد جام ته واستوي. او یا به پکې ګډون ونه کړي.

او همدارنګه د اسیایی شورا غړیتوب د هند د کرکټ بورډ په ولکه کې دي. چي ساروګنګولي خپل سکرتر جي شا ده دي شورا مشر وټاکه.

دا به داسیا جام څوارلسم پړاو وي،

له دي وړاندې افغانستان په دوه زره څوارلس پنځوس اوریز او دوه زره اتلس کال پنځوس اوریز اسیا جامونو کې لوبیدلی دی.

په دوه زره څوارلس پنځوس اوریز جام کې يي یوازي د بنګله دیش څخه لوبه کټلې وه. چې له پاکستان،هند، او سریلانکا څخه لوبې بايللې وې.

او په دوه زره اتلس کال پنځوس اوریز جام کې بنګله دیش او سریلانکا ته يي په لومړي پړاو کې ماتې ورکړي خو په دویم پړاو کې بیا افغانستان ماتې وخوړې.

همدارنګه سږنې اسیا جام به څوارلسم پړاو وي ، او دا جام شل اوریزه ترسره کيږې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ