جدېجا او ډوني جوز بټلر څنګه اوټ کړ؟ (جالب) | خبریال

جدېجا او ډوني جوز بټلر څنګه اوټ کړ؟ (جالب)

کرېکبال وېبپاڼه- د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د روانو سياليو په دوام د چينای سوپر کينګز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ تيره شپه لوبه ترسره شوه.

دا چې لوبه د چينای سوپر کينګز لوبډلي په ګټه پای ته ورسيده او د راجستان رايلز لوبډله و نه توانيده چې ټاکلي هدف ته په ۲۰ اورونو کې ځان ورسوي.

د لوبي پر مهال د راجستان رايلز لوبډلي اوپنر توپ وهوونکی جوز بټلر د چينای سوپر کينګز لوبډلمشر ايم ايس ډوني د تجربي او پلان په اساس و نه شو کولی چې خپله نيمه سليزه (۵۰) منډي پوره کړي او نوموړی د ۴۹ منډو په ترلاسه کولی بريالی شو خو د نيمه سليزې په ارمان له ميدان څخه بهر او وسوځيدو.

د جوز بټلر په سوځيدو کې د چینای سوپر کينګز لوبډلمشر او ويکټ ساتوونکي ايم ايس ډوني ډير لاس وه چې هغه يې وسوځاوه.

د يادولو وړ ده چې د جوز بټلر ويکټ د چینای سوپر کينګز لوبډلي د ورو توپ اچوونکي روېندرا جدېجا په بال ترلاسه شو.

خو د چينای سوپر کينګز لوبډلمشر چې د لوبي په ميدان کې د ويکټ ساتني دنده پرمخ وړي ډير رول لرلو.

چې د ډوني دي کار انګلينډی لوبغاړی جوز بلټر سخت خفه هم کړ ځکه هغه يې د نيمه سليزي څخه پاتي کړ.

د چينای او راجستان د دغه لوبي پرمهال يو څو نور جالبي سهنې هم تر سترګو شوي.

په تيره بيا د چينای سوپر کينګز لوبډلمشر ايم ايس ډوني د يو بل کار په ترسره هم بريالی شو او ځان يې د سوځيدو وژغورو چې د لوبي ليدونکي د ډوني دې کار سخت حيران کړل.

دې لوبه کې ډوني له رن اوټ څخه په ډير مهارت ځان وژغورو!

‎په یاده لوبه ډونې د څوارلسم اور په دوهم بال ځان درن اوټ څخه بچ کړو .

ډونې له رن اوټ څخه د هغه د تجربې او د پښو د چابک ( تيزوالې) له برکت وژغورل شو دغه ۳۹ کلن لوبغاړی اوس هم ښه فيټنس ( د بدن ښه والی لري)

د نوموړي په داسې ځای کې د رن اوټ څخه ځان وژغورو چې د سوځيدو چانس يې ډير وه خو، د خپل تيزوالې له برکت د سوځيدو څه وژغورل شو.

‎ډوني نه یوازي د هندوستان لپاره بلکې په آی پي ایل سیالیو کې یو تجربه کار لوبغاړی دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ