د راشد خان غوره توپ اچونه په آی پي ایل کې | خبریال

د راشد خان غوره توپ اچونه په آی پي ایل کې

کریکبال وېبپاڼه / ایا د راشد غوره توپ اچونه په آی پي ایل کې.

راشد خان د افغانستان تکړه رو بالر دي .

راشد خان په کال ١٩٩٨ کې د سپتمبر په شلمه نيټه په ننګرهار افغانستان کې زیږدلې.

نوموړې د ملې لوبډلې ترڅنګ تقریبأ د نړي په هر تجارتې لیګ کې لوبیدلې دی.

راشد خان د افغانستان لپاره لومړنې شله اوریزه لوبه په دوه زره پنځلس کال د اکتوبر د میاشتې په شپږ ویشتمه نيټه د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړه.

او همدارنګه پنځوس اوریزه لومړي لوبه يي هم په دوه زره پنځلس کال د اکتوبر په اتلسمه نیټه د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړه.

او لومړنې ټیسټ لوبه يي د هندوستان هیواد پر وړاندې په دوه زره اتلس کال د جون د میاشتې په څوارلسمه نيټه ترسره کړه.

راشد خان د نړي مشهورو لیګونو کې هم لوبيدلې لګه بیګ باش لیګ د هندوستان غوره لیګ د پاکستان سوپر لیګ او دافغانستان غوره لیګ کې لوبيدلې.

راشد خان اوسمهال د هندوستان غوره لیګ کې د سنرایزر حیدراباد لوبډلې په ګټه لوبيږې.

نوموړي په دوه زره اولس کال کې د حیدراباد لوبډلې واخیستو.

نوموړي په دوه زره اولس کال کې د هندوستان غوره لیګ کې په خپله لومړنې لوبه کې د حیدراباد لوبډلې په کټه دوه ویکټې ترلاسه کړي. چي یاده لوبه بیا حیدراباد لوبډلې د پنځه دیرش منډو په توپیر وکټله.

همدارنګه په دوه زره اولس کال کې د هندوستان غوره لیګ کې راشد خان په څوارلس لوبو کې د شپږ اشاریه دوه شپیته ایکونومې سره اولس ویکټې ترلاسه کړې وي.

راشد خان بیا هم په دوه زره اتلس کال کې حیدراباد لوبډلې د ځان سره وساته . چي په دوه زره اتلسم کال کې هم د حیدراباد لوبډلې لپاره ښه ثابت شوو.

نوموړي په دوه زره اتلس کال کې په اولسو لوبو کې د شپږ اشاریه دري اویا اوریچ سره یوویشت ویکټې ترلاسه کړي وي.

همدارنګه په دوه زره نولس کال کې هم د حیدراباد لوبډلې لپاره ښه وځلیده. چي په پنځلس لوبو کې اوولس ویکټې ترلاسه کړې.

او په دوه زره شل کال کې حیدراباد لوبډلې بیاهم راشد خان له ځان سره وساته. چې په شپاړس لوبو کې يي شل ويکټې د حیدراباد لوبډلې لپاره ترلاسه کړي.

او په دوه زره یوویشت کال کې د هندوستان غوره لیګ چي اوسمهال دوام لري. راشد خان بیا هم د حیدراباد لوبډلې سره لوبيږي. چي په دري لوبو کې يي د حیدراباد لپاره څلور ویکټې هم ترلاسه کړي.

باید یاده شي چي راشد خان د هندوستان غوره لیګ ټولې پنځه شپیته لوبې ترسره کړي. چي په همدي لوبو کې يي پنځه اویا ويکټې هم ترلاسه کړي.

راشد خان اوس د حیدراباد لوبډلې سره دهندوستان غوره لیګ کې په سیالیو بوخت دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ