د ډيلي توپ اچوونکي څنګه په پلان کې بريالي شول؟ | خبریال

د ډيلي توپ اچوونکي څنګه په پلان کې بريالي شول؟

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان سوداګريز ليګ يا ( اې پې ايل ) په روانو سياليو کې د ډيلي کپټلز لوبډله د ځوان لوبغاړې په لوبډلمشرۍ سره د ممبۍ اينډينز لوبډلي چې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي تجربه کار او پياوړی لوبغاړی روهيت شرما يي لوبډلمشرې کوي ميدان ته ښکته شوه.

د ډيلي کپيټلز او ممبۍ اينډينز لوبډلو ترمنځ نن سه شنبه د ۲۰۲۱ ز کال د اپريل په ۲۰ مه نيټه د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل ۱۳ مه لوبه لا هم جريان لري.

د لوبي ګټل او بايلل به د لوبي په وروستيو شيبو کې معلوميږي او د لوبي تر خلاصيدو مخکې څوک دا نه شې ويلي چې کومه لوبډله به لوبه ګټي.

د ډيلي کپټلز لوبډلي توپ اچوونکي په هغه پلان کې کامياب راغلل کوم چې دوي ته ورکړل شوی وه.

لوبغاړو ته چې د لوبي مخکې د روزونکي او د لوبډلي د مشرانو کوم پلان ورکول شي چې په هغه پلان سره مخکې ولاړ شي نو هم لوبډله بريالۍ کیدلی شي او هم لوبغاړي.

د ډيلي کپټلز لوبډلي توپ اچوونکو نن ورځ د ممبۍ اينډينز لوبډلي لوبغاړي ډيرو منډو جوړولو ته پري نه ښودل او د ممبۍ اينډينز لوبډلي تجربه کار او پياوړي لوبغاړي يې ژر ژر وسوځول چې دا د يوي لوبډلي په غوره پلان دلالت کوي.

د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د نورو لوبډلو په نسبت ځوان لوبغاړي ډير ليدل کيږي او دا هم د ډيلي کپټلز لوبډلي لپاره يو وياړ بللی شو چې ځوان لوبغاړو ته ارزښت ورکوي او ځوان لوبغاړي روزي.

له بل طرفه د ډيلي کپټلز لوبډلمشر هم يو ځوان لوبغاړی دی چې د اې پې ايل يو له غوره لوبډلمشرانو څخه شميرل کيږي.

د ډيلي کپټلز لوبډلي لپاره امېت مېشرا او اوېش خان تر نورو لوبغاړو ښه توپ اچونه وکړه چې د ممبۍ اينډينز لوبډلي پياوړي لوبغاړي هم د دوي له خوا وسوځول شول.

د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل په ۱۳ مه لوبه چې نن شروع او لا هم جريان لري د ډيلي کپټلز لوبډلي لپاره امېت مېشرا په ۴ اورونو کې ۲۴ منډي ورکړي او ۴ لوبغاړي يې وسوځول همدارنګه اوېش خان ۲ لوبغاړي وسوځول.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ