د کریس ګیل لپاره په شل اوریزو لوبو کې نوی ریکارډ | خبریال

د کریس ګیل لپاره په شل اوریزو لوبو کې نوی ریکارډ

کریکبال وېبپاڼه / کریس کیل په شل اوریزو لوبو کې خپلې منډې تر لس زرو څخه پورته کړي.

د ویسټ انډیز تکړه هیټر توپ وهونکې کریس ګیل په شل اوریزو لوبو کې خپلې منډې تر لس زرو پورته کړي.

کریس ګیل د ویسټ انډیز لوبډلې ښه لوبغاړې دي.
کریس ګیل په کال ١٩٧٩م کې د سپتمبر د میاشتې په یوویشتمه نیټه د کینکستون، جیماکا سیمه کې زیږدلې. چې نوموړي اوسمهال یوڅلویښت کاله عمر لري.

کریس ګیل نه یوازي د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره بلکې د نړي یو شمیر مهمو تجارتې سیالیو کې لوبيږي. چي اوسمهال د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو کې د پنجاپ کینګز لوبډلې په کټه لوبيږي.

کریس ګیل خپلې سیالې د یو ورځینو لوبو یا پنځوس اوریزو لوبو څخه شروغ کړو. چي لومړنې پنځوس اوریزه لوبه يي په ١٩٩٩کال د سپتمبر د میاشتې په یولسمه نيټه د هندوستان هیواد پر وړاندې ترسره کړه.

کریس ګیل د ویسټ انډیز لپاره دري سوه یو یوورځنې لوبې ترسره کړي. چي په دې لوبو کې يي لس زره څلورسوه اتیا منډې يي هم ترلاسه کړې. چي د توپ وهونې اوسط يي ٣٧.٨٣ دي.همدارنګه په یوه لوبه کې اوچت سکور ٢١٥ دي. نوموړي په یادو لوبو کې پنځه ویشت سلیزې او څلور پنځوس نیمه سلیزې هم ترلاسه کړي.او وروستې پنځوس اوریزه لوبه یي د ٢٠١٩کال د اکسټ دمیاشتې په څوارلسمه نيټه د هندوستان هیواد پر وړاندې ترسره کړه.

لومړنې شل اوریزه لوبه يي د ٢٠٠٦ کال د فبروري د میاشتې په ١٦ نيټه د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کړه. ګریس کیل د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره اته پنځوس شل اوریزي لوبې ترسره کړي. چي په یادو لوبو کې يي یوزرو شپږسوه اوویشت منډې هم ترلاسه کړي. چې د توپ وهونې اوسط يي ٣٢.٥٤ دي . او په یوه لوبه کې يي اوچت سکور ١١٧ دي .په شل اوریزو لوبو کې يي د دیارلس نیمه سلیزو په ګډون دوه سلیزې هم ترلاسه کړي.

ګریس کیل لومړنې ټیسټ لوبه د زمبابوي پر وړاندې په کال دوه زره کې د مارچ دمیاشتې په شپاړسمه نيټه ترسره کړه. ګریس کیل ټولې یوسلو دري ټیسټ لوبې ترسره کړي. چې ٧٢١٥ منډې پکې ترلاسه کړي. چې د توپ وهونې اوسط يي ٤٢.١٩دي.او په یوه لوبه کې اوچت سکور ٣٣٣دي. نوموړي په ټیسټ لوبو کې د اوه دیرش نیمه سلیزو په ګډون پنځلس سلیزې هم ترلاسه کړي. همدارنګه وروستې ټيسټ لوبه يي د بنګله دیش پر وړاندې په دوه زره څوارلس کال کې ترسره کړي.

باید یاده شي چې ګریس کیل یادې لس زره منډې د خپلې ملې لوبډلې د لوبو په ګډون په تجارتې لوبو کې هم جوړي کړي.

ګریس کیل اوسمهال د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو کې د پریټې زینټا اړوند پنجاب لوبډلې سره لوبيږې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ