(اې سې سې) د پاکستان او زمبابوي په اړه جالب څه ويلي؟
کريکبال وېبپاڼه- د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي او زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي د راتلوونکي شل اوريزه لوبو په اړه د کرکټ مينوالو لپاره په فسبوک پاڼه کې تازه د پوښتنې په ډول يو څه ليکلي.
د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي او زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي د راتلوونکي شل اوريزه لوبو يا سيريز په اړه په فسبوک پاڼه د کرکټ مينوالو څخه پوښتنه کړي چې ( تاسې څه فکر کوئ د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي او زمبابوي د کرکټ ملي لوبډلي د راتلوونکي سيريز يا لوبو ګټوونکي کوم يوه لوبډله وي ) ؟.
هيڅوک د لوبي مخکې دا نشې ويلي چې کومه لوبډله به لوبه ګټي، خو، د لوبډلو لوبو او لوبغاړو ته په کتو وړاندوينه کولی شي.
په دې اړه د کرکټ ګڼو مينوالو جالبي نظريي هم ورکړي چې د ځينو جالبي نظري به موږ تاسې سره شريکي کړو.
ځينو پاکستاني وګړو د خپل کرکټ ملي لوبډلي څخه ملاتړ اعلان کړی.
يوه پاکستاني وګړي ليکلي وه- چې هيڅ يوه لوبډله د پاکستان په وړاندي لوبه يا هم سيريز نه شي ګټلی ځکه د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله د نړۍ پياوړې لوبډله ده او هم د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله پياوړي لوبغاړي لري.
خو د پاکستاني وګړي دغه نظر ته بيا ځينو نورو د خندا سټيکر ورکړی او ويلي يې دي چې پاکستان لوبډله د زمبابوي په ډول کمزورو لوبډلو ته تکړه او لوبي تري ګټي.
همدارنګه د هندوستان يو وګړې د پاکستاني وګړې دې نظر ته په ځواب کې ليکلي دي چې که د پاکستان لوبډله قوي وي نو تکړه دي شي د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي څخه دې لوبي وګټي.
د دې ترڅنګ د کرکټ ګڼو نورو مينوالو هم ډيري تبصري کړي دي ځينو د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي ستاينه کړي خو ځينو نورو بيا د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي باندي مسخري کړي.
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې د شل اوريزه لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې ۴ مقام لرم.
خو، بل خوا د زمبابوي کرکټ ملي لوبډله بيا د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې د شل اوريزه لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې ۱۲ مقام لري.