.راشد خان وايي د بریاوو پیل د پنجاب د ماتې کوو | خبریال

.راشد خان وايي د بریاوو پیل د پنجاب د ماتې کوو

کریکبال وېبپاڼه / راشد خان وايي د بریاوو پیل د پنجاپ له ماتی کوو.

دهندوستان غوره لیګ دیارلسمه لوبه د ډیلې کپیټلز او ممبیی انډیز ترمنځ ترسره شوه.

ټاس یا بچه د ممبیی لوبډلې وکټله.او د توپ وهونې پریکړې يي وکړه.

چي ممبیی لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د نهو ویکټو په نقصان یوسلو اووه دیرش منډې ترسره کړي او ډیلې لوبډلې ته يي د یو سلو اته دیرش منډو هدف ورکړ.

د ممبیی انډیز لپاره په توپ وهونه کې ګفتان روهیت شرما په دیرشو توپونو څلور څلویښت منډې ترلاسه او او ایشن کیشن بیا په اته ویشت توپونو شپږ ویشت منډې ترلاسه کړي او ډیلې لوبډلې ته يي د یوسلو اته دیرش منډو هدف ورکړ.

د ډیلې ګپیټلز لپاره په توپ اچونه کې امیت شرما ښه وځلیده. نوموړي په څلورو اورونو کې د څلرویشتو منډو په ورکولو سره څلور مهمي ویکټې د ډیلې لوبډلې لپاره ترلاسه کړي.

ډیلې ګپیټلز یاد هدف د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره په ١٩.١ اور کې ترلاسه کړ.

ډیلې لپاره په توپ اچونه کې شکر دهوان خورا ښه ولوبیده. چې ډیلې لوبډلې ته يي په٤٢ توپونو باندې ٤٥ منډې ترلاسه کړي.او بل لوبغاړې چي د ډیلې لپاره يي ښه توپ وهونه وکړه هغه ستیف سمیټ و . چي په ٢٩ توپونو باندې ٣٣ منډې جوړې کړي. او د ممبیی لوبډلې ته يي په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړې امیت شرما وپیژندل شوو. چې هغي په څلورو اورونو کې د ٢٤ منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړي وسوځول.

همدارنګه ډیلې لوبډلې د یادې لوبي په کټلو سره د جدول دوهم ځاي ته ولاړه. په لومړي ځاي کې بیا رویال چیلنجر بنګلور لوبډله ده.

د هندوستان غوره لیګ کې نن دوه لوبې ترسره کیږي.

چي لومړي لوبه د افغان لوبغاړو په شتون کې د حیدراباد او پنجاب کینګز لوبډلو ترمنځ ده. چي دا لوبه ماسپښين مهال دوه نیمې بجې ترسره کيږي.

دوهمه لوبه د کلکتې نایټ رایډرز او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ د ماښام شپږ بجې ترسره کیږي.

باید یاده شي چي د افغان لوبغاړو اړونده لوبډلې حیدراباد تراوسه په سږنې آی پي ایل سیالیو کې کمه لوبه نه دي کټلې. چې دري لوبې يي ترسره کړي او دري واړه يي بایللي.چې اوس د جدول په وروستې مقام یعني اتم ځاي کې قرار لري.

همدارنګه راشد خان هم وویل چې د بریاوو پیل د پنجاب له ماتې کوو.ن

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ