کريکبال وېبپاڼه- د کرکټ د نړۍ د دوه ځلانده ستوري چې تل يې خپلو مينوالو ته خوشحالۍ او خوښۍ ور په برخه کړي دي.
دلته به د دواړو لوبغاړو چې اوس مهال د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې هم لوبيږي د توپ وهني تر منځ توپير او توپ وهني ته به يې يو لنډه کره کتنه وکړو.
د کرکټ د نړۍ په تيره بيا د شل اوريزه کرکټ دا دوه تيز توپ وهنوونکي چې د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې يو يې د رويال چيلجرز لوبډلي په ګټه لوبيږي او بل يې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلي سره لوبيږي.
دواړه لوبغاړي په وروستيو اورونو کې ډيره تيزه توپ وهنه کوي چې د خپلو لوبډلو لپاره ښې لاسته راوړني هم لري.
پوهيږئ دا دوه لوبغاړي کوم دي؟
دا دوه لوبغاړي چې يو يې د سويلي افريقا د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی توپ وهوونکی او بيا د هندوستان په سوداګريز ليګ کې د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي سره لوبيږي او ای بې ډې وېليرز نوميږي.
بل يو يې هم د ويسټ اينډيز کرکټ ملي لوبډلي پياوړی الرونډر لوبغاړی چې د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلي سره لوبيږي او انډرېو رسل نوميږي.
دلته د دواړو لوبغاړو وروستيو اورونو لاسته راوړنو ته يوازې کره کتنه کوو چې د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې يې په وروستیو اورونو کې څنګه توپ وهنه ترسره کړي او کومې لاسته راوړني له ځان سره لري.
۱- د سويلي افريقا پياوړی لوبغاړی او د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي پياوړی توپ وهو ونکی ای بې ډې وېليرز د وروستیو اورونو لاسته راوړني.
( چې په وروستيو اورونو کې يې د ترسره شويو لوبو شمير، ۷۵، ټولي منډي، ۱۷۶۱، سټراېک رېټ، ۲۲۴.۳، ۱۳۱ شپږيزي او ۱۳۰ څلوريزي).
۲- د ويسټ اينډيزي الرونډر لوبغاړې او د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د کلکتي نايټ رايډرز لوبډلي پياوړی الرونډر لوبغاړی د انډرېو رسل د وروستيو اورونو لاسته راوړني.
( چې په وروستيو اورونو کې يې د تر سره شو يو لوبو شمير، ۴۵، ټولي منډي، ۸۸۵، سټراېک رېټ، ۲۰۰.۷، ۸۱ شپږيزي او ۶۰ څلوريزي).