د سنرایز بدلونونه نن لوبه کې ویلیمسن هم سته | خبریال

د سنرایز بدلونونه نن لوبه کې ویلیمسن هم سته

کریکبال ویبپاڼه/ سنرایزر حیدر اباد ته سږنی ای پي ایل هیڅ په زړه پوري نه وو، دې لوبډلې که هرڅومره زحمت کښلی خو خپلې ترسره کړې لوبې يې ټولې بایللې دي.

نن دوی د خپلو بدلونو سره کیم ویلیمسن او جادیو لوبوي خو دا چې کومه نتیجه به ورکړي تراوسه مالومه نه ده خو تر دې وړاندې د سنرایز حیدر اباد مینوالو د دوی د ماتو وجه یوازي د تجربه کارو لوبغاړو نه لوبول بللي وو، او ویلي یې وو، چې دا ماشومانه کارونه باید پریږدي مینوالو يې ویل چې د ویلیمسن کښېنول او د ځوانو لوبغاړو لوبول همدا د ناکامۍ مثالونه دي.

په همدې موخه سنرایز نن تغیرات راوستل په ورته مهال مقابلې لوبډلې کنګز الیون پنجاب هم درې بدلونونه راوستلي دي او لومړی يې  د توپ وهنې  پریکړه ځکه کړې چې باور یې دی سنرایزر یې نسي ورته پوره کولای خو تراوسه داسې ښکاري چې سنرایزر دوی زیات ایسار کړي او ډیرو منډو کولو ته يې نه دي پريښي وروستی نظر دا دی چې پنجاب به د خپلو منډو لړۍ تر ۱۵۰ کمه کښېږدي.

د درې پرله پسې تعقیبونو وروسته ، سنریرز حیدرآباد یو ځل بیا د توپ اچونې  پریکړه وکړه په هرصورت ، دوی به د کین ولیمسن په شمول د نورو لوبغاړو په شتون کې ځان ځواکمن بولي.

او نن  د مجیب الرحمن  پر ځای کین ویلیمسن راوستلی سوی سنرایزرز په ترتیب سره د منیش پانډيا او عبدالصمد (همدرد ټپ) لپاره کیدر جادویف او سیګار پرت هم چنج کړي دي.

دواړو ټیمونو ته په کتلو سره پنجاب اوس هم تر سنرایزر ځکه وړاندې دی چې له خپلو دریو لوبو یې یوه ګټلې او دوه یې بایللې او په دویم قم کې سنرایزر دی چې له خپلو دریو لوبو يې تراوسه یوه هم  نه ده ګټلې خو په عمومي ډول دا داوړې لوبډلې د ای پي ایل جدول کې تر ټولو وروستۍ لوبډلې دي.

سنرایزر که يې نن ګټې نو دا به یې لومړۍ بریا وي او له دې وروسته به پر ځان جوړونه کار کوي تر څو راتلوونکي کې ځان په پاینټونو  کې لوړ کړي.

د پنجاب لپاره

راهول (کیپ مایانک اگروال  کریس ګیل ، دیپک هوډا ، نیکولس پوران ، شاه رخ خان ، مویس هینریکس ، فابیان الین ، محمد شامي ، اشون ، ارشپ سینګ لوبیږي.

او د سنرایزرلپاره

ډیویډ وارنر ، جونی بیریستو، ویرات سنګ ، کین ویلیامسن ، کیدر جاداوا ، وجی شنکر ابیشیک شرما ، راشد خان ، Bhu بهونیشور کمار ، سیارت کول ، خیل احمد لوبیږي

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ