پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د کم هدف څخه دفاع وکړه. | خبریال

پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د کم هدف څخه دفاع وکړه.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د کم هدف څخه دفاع وکړه.

باید یاده شي چي د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې او زمبابوي کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو لوبو لوبلړي نن پیل شوه.

د زمبابوي لوبډلې د ټاس په کټلو سره د توپ وهونې پریکړه وکړه. او د توپ وهونې بلنه يي د پاکستان کرکټ لوبډلې ته ورکړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره په شل اورونو کې یو سلو نهه څلویښت منډې ترلاسه کړي، او د زمبابوي لوبډلې ته يي د یوسلو پنځوس منډو هدف ورکړه.

د پاکستان لپاره په توپ وهونه کې محمد رضوان د یو شپیتو بالونو په مرسته دوه اتیا منډې ترلاسه کړي.

دانش عزیز هم د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې ته په په یولسو بالونو پنځلس منډې او فخر زمان په څوارلس بالونو دیارلس منډې ترلاسه کړي او د زمبابوي لپاره يي یوسلو پنځوس منډې هدف وټاکه.

د زمبابوي لپاره په توپ اچونه کې ویسلې په دوه اورونو کې د یولسو منډو په ورکولو سره دوه ویکټې ترلاسه کړي. او همدارنګه لیګې جانجوي په دري اورونو کې د څلرویشتو منډو په ورکولو سره دوه ویکټې ترلاسه کړي. او بیلسنګ موزربانې بیا د زمبابوي لپاره یوه ویکټه ترلاسه کړه.

زمبابوي لوبډلې ونه شوو کولې چي یاد هدف ترلاسه کړي،

په شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په نقصان یو سلو اته دیرش منډې جوړي کړي او لوبه تري د پاکستان کرکټ لوبډلې په یولسو منډو وکټله.

د زمبابوي لپاره په توپ وهونه کې کریج یروین د درویشتو توپونو په مرسته څلور دیرش منډې ترلاسه کړي. او لیګو جانجیو هم په درویشتو توپونو باندې دیرش منډې ترلاسه کړي.

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې ته په توپ اچونه کې عثمان قدیر په څلورو اورونو کې د نهه ویشتو منډو په ورکولو سره د دري لوبغاړي وسوځول. او د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې لپاره يي ښه توپ اچونه وکړه.

بل لوبغاړي د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې محمد حسنین و ،چې نوموړي په څلورو اورونو کې د اووه ویشتو منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.

اویاده لوبه د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د یولسو منډو په توپیر وکټله او زمبابوي لوبډلې ته يي د لوبلړې په لومړي شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړي محمد رضوان وټاکل شوو. چي هغي په یو شپیتو توپو باندې یو اتیا منډې جوړي کړي.یوازینې لوبغاړي و چي د پاکستان لپاره په توپ وهونه کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

او همدارنګه د یادو لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه د جمعي په ورځ ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ