ډیويډ میلن بابر اعظم ته ماتې ورکړه. | خبریال

ډیويډ میلن بابر اعظم ته ماتې ورکړه.

کریکبال وېبپاڼه / ډیويډ میلن بابر اعظم ته ماتې ورکړه.

د کرکټ د نړیوالې شورا یا آی سی سی لخوا تازه اعلان شوي درجه بندې کې ډیويډ میلن د بابر اعظم څخه مخکې ده.

د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړې ډیويډ میلن د ٨٩٢ نمرو په ترلاسه کولو سره د شل اوریزو لوبو په توپ وهونکو کې لومړي مقام خپل کړي.

ډیويډ میلن خپله لومړنې شل اوریزه لوبه د د دوه زره اولس کال د جون د میاشتې په پنځه ویشتمه نيټه د سویلې افریقا پر وړاندې ترسره کړه.

همدارنګه ډیويډ میلن په چپ لاس توپ وهونه کوي .او لیک بریک توپ اچونه ترسره کوي.

همدارنګه ډیويډ میلن دوه سوه اته ویشت شل اوریزي لوبې ترسره کړي، چي په یادو لوبو کې يي ٦٢٦٥منډې هم ترلاسه کړي.چي په یوه لوبه کې اوچت سکور يي یوسلو اولس دي.

همدارنګه ډیويډ میلن اوسمهال د هندوستان غوره لیګ کې د پنجاب لوبډلې لپاره لوبه ترسره کوي.

په دوهم مقام کې پاکستاني بابر اعظم دي چي نوموړي د ٨٤٤ نمرو په ترلاسه کولو سره دوهم مقام کې دي.

همدارنګه بابر اعظم خپله لومړنې شل اوریزه لوبه په کال دوه زره شپاړس کې د سپتمبر په میاشت کې د انکلستان پر وړاندې ترسره کړه.

بابر اعظم یوسلو پنځه اویا شل اوریزي لوبې ترسره کړي چي په یادو لوبو کې يي ٦٢١١ منډې هم ترلاسه کړي.چي په یوه لوبه کې اوچت سکور یوسلو دوه ویشت دي.

په دریم مقام کې بیا د استرالیه لوبغاړې ارون فینج د ٨٣٠ نمرو په ترلاسه کولو سره دریم مقام کې دي.

څلورم هم د استرالیه لوبغاړې ډیون د ٧٧٤ نمرو په ترلاسه کولو سره څلورم مقام کې دي.

پنځم مقام کې بیا د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلی دي. نوموړي د ٧٦٢ نمرو په ترلاسه کولو سره په پنځم مقام کې دي.

خو افغان لوبغاړې حضرت الله ځاځی بیا د نهم مقام څخه لسم مقام ته شاتګ کړي.

باید یاده شې چي افغان لوبغاړې حضرت الله ځاځې ته په ورستیو شل اوریزو لوبو کې زیات چانس د لوبیدو نه ورکوي .همدا علت دي چي افغان لوبغاړې حضرت الله ځاځی د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا په تازه اعلان شوي درجه بندې کې شاتګ کړي.
که چیري حضرت الله ځاځې ته په راتلونکو لوبو کې چانس ورکړي کولې شي چي یوځل بیا مخکې تګ وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ