ډوني په يوې شپږيزې سره خپل هغه ريکارډ تازه کړ چې... | خبریال

ډوني په يوې شپږيزې سره خپل هغه ريکارډ تازه کړ چې…

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال د لوبو په جريان سره نن ۱۵ مه د دوه پياوړو لوبدلو چينای سوپر کينګز چې د هندوستان پياوړی لوبغاړې ايم ايس ډوني يې لوبډلمشرې کوي د کلکته نايټ رايډرز لوبډله چې انګلينډی کيڼ لاسی توپ وهوونکی يې لوبډلمشرې کوي ميدان ته ښکته شوه.

د لوبي په جريان کې د چينای سوپر کينګز لوبډلمشر ايم ايس ډوني (مهيندر سينګ ډوني) چې د لوړو شپږيزو په وهلو کې ښه مهارت لري د يوې شپږيزې په وهلو سره د خپلو مينوالو زړه خوشحاله کړ چې مينوال يې د ډوني دا شاټ ( توپ وهنه) ډيره خوښوي.

د ډونيدې شاټ ته هليکوپټر شاټ وايې چې د يو څه ځنډ وروسته ډوني يوځل بيا په دې وتوانيد چې خپل زوړ ريکارډ تازه او خپلو مينوالو ته يې دا وښودل چې زه اوس هم د لوړو شپږيزو د وهلو توانايي او توان لرم.

ډوني په نننۍ لوبه کې په اتو بالونو ۱۷ منډي د يوې هليکوپټر شاټ شپږيزې پرمټ ترسره کړي.

همدارنګه ايم ايس ډوني د هندوستان غورهليګ يا اې پې ايل يو له هغه لوبغاړو څخه دی چې د چينای سوپر کينګز لوبډلمشر هم دی او د چينای سوپر کينګز لوبډلي لپاره د شل اوريزو لوبو يو له چټک توپ وهوونکو څخه دی چې د شل اوريزو لوبو په ورو ستيو ۵ اورونو کې ډيره چټکه توپ 

وهنه کوي او د لوبي اړخ بدلوي.

ددې ترڅنګ ډوني د نړيوال کرکټ او نړيوالو لوبغاړو له غوره لوبډلمشرانو او غوره لوبغاړو څخه هم شميرل کيږي.

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډله د ايم ايس ډوني د لوبډلمشرۍ پر مهال ډيري لاسته راوړني هم لري او ډيري لوبي يې هم د ايم ايس ډوني د لوبډلمشرۍ پر مهال ګټلي دي.

ايم ايس ډوني د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي لپاره د څو کلنو لپاره لوبډلمشر پاتی شوی چې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي د لوبغاړو ترڅنګ د ډوني مينوالو هم د ايم ايس ډوني لوبډلمشرې خوښوله.

ډوني يو څه وخت وړاندې د لوبډلمشرۍ څخه استعفا وکړه او پر ځای يې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی او تجربه کار لوبغاړی ويراټ کوهلي لوبډ لمشر شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ