هغه راز څرګند شو چې ولې رسل د سوځيدو وروسته خواشينی وه؟ | خبریال

هغه راز څرګند شو چې ولې رسل د سوځيدو وروسته خواشينی وه؟

کريکبال وېبپاڼه-  د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال د لوبو په جريان سره نن ۱۵ مه د دوه پياوړو لوبدلو چينای سوپر کينګز چې د هندوستان پياوړی لوبغاړې ايم ايس ډوني يې لوبډلمشرې کوي د کلکته نايټ رايډرز لوبډله چې انګلينډی کيڼ لاسی توپ وهوونکی يې لوبډلمشرې کوي ميدان ته ښکته شوي.

د هندوستان د غوره ليګ يا اې پې ايل د ۲۰۲۱ ز کال ۱۵ مه لوبه هم د چينای سوپر کينګز لوبډلي په ګټه پای ته ورسيده او د کلکته نايټ رايډرز لوبډلي و نه شو کولی چې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي.

خو، د کلکته نايټ رايډرز لوبډلي چټک او تېز توپ وهوونکی انډرېو رسل چې کله د ميدان څخه بهر شو او وسوځيد نو يو ډول خفه او خواشينی برېښيدو، خفه او خواشينی د ميدان څخه بهر په يو ځای کې ناست وه چې د انډرېو رسل د دغه خواشينې حالت انځورونه ټولنيزې ميډيا ته هم راووتل.

کله چې د انډرېو رسل او کلکته نايټ رايډرز لوبدلي مينوالو د انډرېو رسل دغه خواشینی او خفه حالت په انځور کې وليدو نو، د انډرېو رسل او د کلکته نايټ رايډرز لوبډلي مينوال هم ډير خواشينې او خفه شول.

حال دا چې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلي چټک او تېز توپ وهوونکې انډريو رسل تيزه او چټکه توپ وهنه هم وکړه او په ۲۲ بالونو يې ۵۵ منډي د ۶ شپږيزو ، ۳ څلوريزو او ۲۴۵.۴۵ سټرايکرېټ سره جوړي کړي  او د چينای سوپر کينګز لوبډلي چټک توپ اچوونکې سئم کارون له لورې له ميدان څخه بهر او وسوځيد.

په اصل کې انډرېو رسل د خواشینۍ علت دې کې وه چې د هغه لوبډلي د هغه په دومره غوره توپ وهنې سره بيا هم و نه شو کولی چې لوبه وګټي او ټول لوبغاړي يې د ۱۹ اور په لومړې بال د ۲۰۲ منډو په ترلاسه کولو سره وسوځيده.

انډرېو رسل چې کله وسوځيد نو هغه په دې پوهيده چې د ده زحمت به کومه نتيجه ور نه کړي او لوبه به بايلي ځکه چې د انډرېو رسل وروسته د کلکته نايټ رايډرز لوبډله بل داسې کوم چټک توپ وهوونکی نه لري چې کټ مټ د انډرېو رسل په شاند چټکه توپ وهنه وکړي.       

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ