چینای لومړي خو حیدراباد بیا پنځم مقام خپل کړه. | خبریال

چینای لومړي خو حیدراباد بیا پنځم مقام خپل کړه.

کریکبال وېبپاڼه / چینای لومړي خو حیدراباد بیا پنځم مقام خپل کړه.

د هندوستان غوره لیګ سیالیو په دوام پرون چهار شنبه دوه لوبې ترسره شوي.

د هندوستان غوره لیګ دیارلسمه لوبه د سنرایزر حیدراباد او پنجاب کینګز ترمنځ ترسره شوه.

د چهارشنبې ورځ په لومړي لوبه کې چي ماسپښین مهال د پنجاب او حیدراباد ترسره شوه.
چې د لوبې پجه یا ټاس د پنجاب لوبډله وکټه او توپ وهونه يي غوره کړه.

پنجاب لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو په سره په ١٩.٤ اورونو کې یو سلو شل منډې ترلاسه کړي او حیدراباد لوبډلې لپاره يي یوسلو یووشت منډې هدف ورکړ.

د پنجاب لپاره په توپ وهونه کې شاه رخان په اولس توپونو دوه ویشت او ماینک اګروال بیا په پنځه ویشتو توپونو باندې دوه ویشت منډې جوړي کړی.

د حیدراباد لپاره په توپ اچونه کې خلیل احمد ښه وځلیده. نوموړي په څلورو اورونو کې د یوویشت منډو په ورکولو سره دري ویکټې هم ترلاسه کړي. بل لوبغاړي ابهیسک شرما هم په څلورو اورونو کې د څلرویشتو منډو په ورکولو سره دوه ویکټې ترلاسه کړي. خو افغان لوبغاړي راشد خان بیا یوه ویکټه ترلاسه کړه.

حیدراباد لوبډلې یاد هدف په ١٨.٤ اورنو کې د ویکټې په زیان پوره کړ. او پنجاب لوبډلې ته يي ستره ماتې ورکړه.

د حیدراباد لپاره په توپ وهونه کې جونې برسټو دري شپیته منډې او ډیويډ وارنر بیا اووه دیرش منډې ترلاسه کړي.

د لوبې غوره لوبغاړې جونې برسټو وټاکل شوو. چي نوموړي په ٥٦ توپونو باندې ٦٣ منډې جوړي کړي وي.

باید یاده شي چي ده دي لوبې نه مخکې حیدراباد دري لوبې بایللې وي او دا يي لومړي بریا وه.چي د جدول د وروستې مقام څخه پنځم مقام ته ورسیده.

د چهارشنبې ورځ دوهمه لوبه.

د چهارشنبې ورځ دوهمه لوبه او د هندوستان غوره لیګ څوارلسمه لوبه د چینای او کلکتې نایټ رايډرز ترمنځ شوه.

د لوبې ټاس د کلکتې لوبډلې وکټه.او د توپ اچونې پریکړه يي وکړه.او د توپ وهونې بلنه يي د چینای لوبډلې ته ورکړه.

چینای لوبډلې د لوبه ښه شروع کړه او په لومړي ویکټ فاف ډپلیسي او روتوراج ګیکواډ ١٥٠ منډې ملګرتیا وکړه.

ډوپلیسي ٩٥ ناسوځیدلې خو ګیکواډ بیا په ٦٤ منډو وسوځید.

چینای د دري ویکټو په نقصان سره ٢٢٠ منډې جوړي او کلکتې لوبډلې ته يي د ٢٢١ منډو هدف ورکړ.

کلکتې لوبډلې ونه شوو کولې چي یاد هدف ترلاسه کړي. او په ١٩.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره دوه سوه دوه منډې جوړي کړي او د چینای لوبډلې څخه يي ماتې وخوړه.

د یادې لوبې غوره لوبغاړي فاف ډپلیسې وپیژندل شو چي په شپیتو توپونو باندې يي پنځه نوي منډې جوړي کړي.

د یادې لوبې په کټلو سره د چینای لوبډله د جدول لومړي مقام ته ځان ورسوه. او د بنګلور لوبډله بیا په دوهم مقام کې ده.

د یاد لیګ بله لوبه نن د بنګلور او راجستان ترمنځ ترسره کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ