د هندوستان غوره لیګ کې ترټولو زیاتې شپږیزي. | خبریال

د هندوستان غوره لیګ کې ترټولو زیاتې شپږیزي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پی ایل چي هرکال ترسره کيږي.

سږنې کال یي څوارلسم پړاو دي چي ترسره کیږي او لا دوام لري.

د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو کې د نړي مختلف او مهم لوبغاړې پکې لوبيږي، او همدارنګه په یاد لیګ ډیر شمیر مینوال لري.

مونږ دلته هغه لوبغاړې در پیژنیو چي په آی پی ایل سیالیو کې زیاتې شپږیزي ترلاسه کړي.

لومړي: د ویسټ انډیز تکړه توپ وهونکې ګریس کیل دي. نوموړي د هندوستان غوره لیګ کې په یوسلو دوه دیرش لوبو کې يي ٤٧٧٢ منډې جوړي کړي،او همدارنګه يي ٣٤٩ شپږیزې هم ترلاسه کړي.

دوهم: د سویلې افریقا لوبغاړې ابي ډي ویلرس دي.چي دی هم د هندوستان غوره لیګ کې په ١٦٩ لوبو کې يي ٤٨٤٩ منډې ترلاسه کړي.او ٢٣٥ شپږیزي يي هم ترلاسه کړي.

دریم: م اس ډونې دي نوموړي د هندوستان تجربه کاره لوبغاړي دي. دي هم د هندوستان غوره لیګ کې په ٢٠٤ لوبو کې يي ٤٦٣٢ منډې ترلاسه کړي او په همدي لوبو کې يي ٢١٦ شپږیزې هم وهلې دی.

څلورم: روهیت شرما دي چي دي په ٢٠٠ لوبو کې ٥٢٣٠ منډې جوړې کړي. او ٢١٣ شپږیزې يي ترلاسه کړي.

پنځم: ویرات کوهلې دي چې په ١٩٢ لوبو کې يي ٥٨٧٨ منډې جوړې کړي چي پکې دوه سوه یو شپږیزې هم شاملې دی.

شپږم:.کیرون پولارډ دي چي دي بیا په ١٦٤ لوبو کې ٣٠٢٣ منډې جوړي کړي او یو سلو اته نوي شپږیزې پکې شاملې دي.

اووم : ډیويد وارنر په ١٤٢ لوبو کې ٥٢٥٤ منډې ترلاسه کړي چي ١٩٥ شپږیزي پکې شاملې دي.

اتم : سوریش رینا دي چي په ١٩٣ لوبو کې يي ٥٣٦٨ منډې جوړي کړي او په یادو لوبو کې يي ١٩٤ شپږیزې ترلاسه کړي.

نهم: شاین واټسن دي. نوموړي په ١٤٥ لوبو کې ٣٨٧٤ منډې ترلاسه کړي او یو سلو نوي شپږیزي یي وهلي.

لسم: بیا روبین اوتاپا دي چي په ١٨٩ لوبو کې يي ٤٦٠٧ منډې جوړي کړي.او یو سلو دري شپیته شپږیزي يي وهلې وي.

دا هغه لس لوبغاړې و چي په آی پي ایل سیالیو کې ترټولو ډیري شپږیزي ترلاسه کړي وي.

همدارنګه یاد لیګ د نړي په هر کوټ کې مینوال لري او زیات شمیر يي د تلوزیون له لارې ننداره کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ