ډیو ویلرز بیرته نړیوال کرکټ ته راځي.
کریکبال وېبپاڼه / د سویلې افریقا تکړه توپ وهونکي ډیو یلرز بیرته نړیوال کرکټ ته راځي.
ډیویلرز چي د سویلي افریقا یوه تجربه کار او غوره توپ وهونکې دي. په ٢٠١٨ کال د مي میاشت کې د یوي ناڅاپي پریکړي په کولو سره د هر ډول نړیوال کرکټ څخه استعفاه ورکړه.
ابي ډیویلرز چي په نړیوالو لوبو کې په خپلو جالبو لوبو او شاټونو باندي ډیر مینوال جلب کړي وه.
همدارنګه ډیو یلرز په یاده ویډیو کې ویلې و چي دا نور ستړي شوي او همدا وخت دي چي د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړم.
ډیو یلرز په کال ١٩٨٤ د فبروري د میاشتې په اولسمه نیټه زیږدلې. چي اوسمهال اووه دیرش کاله عمر لري.
ډیو یلرز خپله لومړنې شل اوریزه لوبه په ٢٠٠٦ کال د فبروري د میاشتې په څلرویشتمه نیټه د استرالیه پر وړاندې ترسره کړه.
ډیویلرز د خپلې لوبډلې لپاره ٧٨ شل اوریزي لوبې ترسره کړي چي په یادو لوبو کې يي ١٦٧٢ منډې هم جوړي کړي.او په یوه لوبه کې يي نهه اویا اوچت سکور دي. په شل اوریزو لوبو کې کومه سلیزه نه لري خو بیا لس نیمه سلیزي لري.
همدارنګه پنځوس اوریزه لومړنې لوبه يي د انګلستان هیواد پر وړاندې په ٢٠٠٥ کال د فبروري د میاشتې په دوهمه نیټه ترسره کړه. ډیو یلرز د سویلې افریقا لپاره ټولې ٢٢٨ یوورځني لوبي ترسره کړي او په همدي لوبو کي يي ٩٥٧٧ منډې هم جوړي کړي او په یوه لوبه کې يي اوچت سکور ١٧٦ دي. د پنځه ویشت سلیزو په ګډون دري پنځوس نیمه سلیزي هم ترلاسه کړي.
همدارنګه په یوورځینو لوبو کې يي د چټکې سلیزي ریکارډ هم لري . چي یاد ریکاډ تقریبآ پنځه کلونه وړاندې د ویسټ انډیز پر وړاندي په خپل کور کې په یو دیرش توپونو باندې سل منډې جوړي کړي او نړیوال ریکارډ يي جوړ کړ.
همدارنګه ټیسټ لومړنې لوبه يي هم د انګلستان هیواد پر وړاندي په کال ٢٠٠٤ د ډیسمبر د میاشتې په اوولسمه نيټه ترسره کړه.
ټولې يي ١١٤ ټیسټ لوبې کړي چي په ١٩١ انینسونو کې توپ وهونه کړي او په یادو انینسونو کې يي ٨٧٦٥ منډي يي ترلاسه کړي چي په یوه لوبه کې يي اوچت سکور ٢٧٨ دي. چي ده دوه ویشت سلیزو په ګډون شپږ څلویښت نیمه سلیزي هم لري.
همدارنګه آی بي ډیو یلرز د سویلي افریقا لپاره د ٢٠٠٤ کال څخه تر ٢٠١٨ کاله پوري ملې لوبډله کې ولوبيده.
خو اوس د سویلې افریقا مشر روزونکې مارک باوچر ویلې چي يي نړیوال کرکټ ته ډیو یلرز د راستنیدو دروازي خلاصي دي او همدارنګه يي زیاته کړه چي په دي اړه يي د ډیویلرز سره خبري هم کړي. تر څو د روان کال ورستیو کې د شل اوریز جام پرمهال هغه د سویلي افریقا برخه شي.
همدارنګه ډیویلرز اوسمهال د هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د بنګلور لوبډلې سره لوبیږي.