پوهيږئ ددې مينوالې د مسکا او خواشينۍ راز په څه کې دی؟ | خبریال

پوهيږئ ددې مينوالې د مسکا او خواشينۍ راز په څه کې دی؟

کريکبال وېب پاڼه- کرکټ يوه داسې لوبه ده چې له احساساتو او ولولو څخه ډکه ده.

د کرکټ په مينوال کې د لوبې په جريان کې يو ډول احساسات پيدا کيږي.

د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د سنرايزر حيدراباد او پنجاب کينګز لوبډلو ترمنځ د لوبي پرمهال د سنرايزر حيداباد لوبډلي د يوې مينوالې د احساساتو ډک انځورونه ټولنيزو شبکو ته راوتې چې د هغه دا احساسات د کرکټ او خپلې لوبډلي سره د هغه بې حده مينه څرګندوي.

د کرکټ لوبي يو ښه والی دا هم دی چې د مينوالو احساسات او جذبات را پاروې او د مينوالو همدا جذبات او احساسات دي چې دې لوبي په نړۍ کې دومره پرمختګ هم کړی دی.

د سنرايزر حيدراباد لوبډلي په لومړيو دې لوبو کې چې درې واړه يې پر له پسې بايللي وي همدې مينوالې چې په انځورونو کې هم معلوميږي خواشينې به وه او احساسات به يې هم ډير کمزورې وه.

د کرکټ مينوال هغه وخت لوړ احساسات او په وياړ سره خپله د خوښې لوبډلي تشويقوي چې د خوښې لوبډله يې ځليږي، لوبي ګټي، او د پرمختګ په حال کې وي.

خو د سنرايزر حيدراباد او پنجاب کينګز لوبډلو ترمنځ چې کومه لوبه ترسره شوه د سنرايزر حيدراباد لوبډلي په بريا سره پای ته ورسيده چې د لوبي وروسته د همدې مينوالې احساسات ډير جذباتې وه او د وياړ احساس يې کولو.

د سنرايرز حيدراباد د همدې مينوالې په انځورونو په ټولنيزو شبکو کې ګڼي تبصيري هم شوي او ډيرو يې بيا د احساساتو قدر کړی او د هغه بې حده مينه د کرکټ او خپلې خوښې لوبډلي سره يې ستايلي ده.

د کرکټ ټريکر په نوم د کرکټ يوې مشهورې رسنۍ د سنرايزر حيدراباد لوبډلي د همدې مينو الې په انځورونو ډيره جالبه تبصيره هم کړي او د همدې مينوالې  احساساتو قدر يې هم کړی دی.

کرکټ ټريکر په دې اړه ليکلي دي چې د ۳ پرله پسې ماتو وروسته هم د حيدراباد لوبډلي د يوې مينوالې مسکا او خندا په دې دلالت کوي چې دا مينو اله لا هم د خپلي خوښې لوبډلي سره مينه لري او همدا د منيوالو د مينې علت دی چې لوبډلي پرمختګ کوي او برياوې ترلاسه کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ