پاکستان کرکټ ملې لوبډله سبا د زمبابوي پر وړاندي دوهمه لوبه ترسره کوي | خبریال

پاکستان کرکټ ملې لوبډله سبا د زمبابوي پر وړاندي دوهمه لوبه ترسره کوي

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملې لوبډله د زمبابوي پر وړاندې خپله دوهمه لوبه ترسره کوي.

ټاکل شوي چي سبا د زمبابوي په کوربه توب د شل اوریزو دري لوبو د لوبلړي د دوهمه لوبه ترسره کوي.

ده دي نه مخکې د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د زمبابوي د لوبډلې سره د لوبلړې لومړنې شل اوریزه لوبه ترسره کړي وه.

چي په یاده لوبه کې د زمبابوي لوبډلې د ټاس په کټلو سره د توپ اچونې پریکړه وکړه. او د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې ته يي د توپ وهونې بلنه ورکړه.

چي د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اوو ویکټو په نقصان یوسلو نهه څلویښت منډې ترلاسه کړي او د زمبابوي لوبډلې ته يي د یوسلو پنځوس منډو هدف ورکړه.

چي د پاکستان لپاره په توپ وهونه کې محمد رضوان دوه اتیا او دانش عزیز د پاکستان لوبډلې لپاره پنځلس منډي جوړي کړي .

د زمبابوي لپاره په توپ اچونه کې ویسلې او لیکې دوه دوه ویکټې ترلاسه کړي.

د زمبابوي لوبډلې ونه شوو کولې چي یاد هدف ترلاسه کړي. په شل اورونو د اوو لوبغاړو په نقصان سره یو سلو اته دیرش منډې وکړي او لوبه تري د پاکستان لوبډلې د یولسو منډو په توپیر وکټله.

د زمبابوي لپاره په توپ وهنه کې ګریک ایرن څلور دیرش او لوکې جنجوي دیرش منډې د زمبابوي لپاره جوړي کړي.

د پاکستان لپاره په توپ ا چونه کې بیا عثمان قدیر په څلورو اورونو کې د نهه ویشتو منډو په ورکولو سره دري ویکټې ترلاسه کړي او بل لوبغاړي محمد حسنین هم په څلورو اورونو کې د اووه ویشتو منډو په ورکولو سره دوه ویکټې ترلاسه کړي.

د لوبې غوره لوبغاړي محمد رضوان وپیژندل شو چي هغي په یو شپیته توپونو باندي دوه اتیا منډي جوړي کړي وي.

د یاده ولو وړ ده چي د یادې لوبلړي دوهمه لوبه سبا د اپریل د میاشتې په درویشتمه نیټه ترسره شي.

همدارنګه د دواړو لوبډلو ترمنځ د لوبلړې وروستې یا دریمه
لوبه د اپریل د میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه د زمبابوي په کوربه توب ترسره شي او دهغي وروسته به دوه ټیسټ لوبې هم به په زمبابوي کې ترسره شي

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ