يوې توپ اچوونې د راشد خان څنګه ستاينه وکړه؟ | خبریال

يوې توپ اچوونې د راشد خان څنګه ستاينه وکړه؟

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان غوره ليګ یا اې پې ايل کې سنرايرز حيدراباد لوبډلي وکولی شول چې د پنجاب کينګز لوبډلي ته ماتې ورکړي.

د سنرايزر حيدراباد او پنجاب کينګز لوبډلو ترمنځ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي تجربه کار لوبغاړی او پياوړې توپ اچوونکې راشد خان د پنجاب کينګز لوبډلي مهمه لوبغاړې کريس ګيل له ميدان څخه بهر او وسوځا وه.

راشد خان د کريس ګيل څخه جګړه وګټه او د هغه په سوځو لو سره راشد خان وتوانيد چې د کرکټ يو پياوړې توپ وهوونکي ته يو ځل به په اې پې ايل کې ماتې ورکړي.

چې د راشد خان دې توپ اچوونې ته چې کله يې د پنجاب کينګز لوبډلي اوپنر او چټک توپ وهوونکی ګريس ګيل له ميدان څخه بهر کړ.

نو د کرکټ ټريکر ټولنيزې شبکې د راشد خان توپ اچوونه وستايه او هغه ته يې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د غوره توپ اچوونکي خطاب وکړ.

د کرکټ ټريکر ټولنيزې شبکې د راشد خان دې توپ اچوونې په اړه ليکلي وه چې​،

 ( کله چې د شل اوريزه لوبو غوره او پياوړی توپ وهوونکی د يوې لسيزې د شل اوريزه غوره لوبغاړې په وړاندې مخامخ شي او له ميدان څخه يې بهر کړي نو دا د يو يوې لسيزې د شل اوريزه لوبو د غوره لوبغاړې او توپ اچوونکې په پياوړتيا دلالت کوي ).

کرکټ ټريکر زياتوې چې د شل اوريزه لوبو د يوې لسيزې غوره لوبغاړې ( راشد خان) د شل اوريزه لوبو غوره او چټک توپ وهوونکي څخه د لوبي په ميدان کې جګړه وګټه او د شل اوريزه لوبو چټک توپ وهوونکې ته يې يو ځل بيا د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې ماتې ورکړه.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او غوره توپ اچوونکی د کرکټ نړيوالي شورا يا اې اسې سې لخوا په ۲۰۲۰ ز کال کې د يوې لسيزې د شل اوريزه لوبو د غوره لوبغاړې جايزه ورکړل شوه

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي پياوړی لوبغاړی او غوره توپ اچوونکی راشد خان د کرکټ د نړيوالي شورا يا اې سې سې لخوا په ۲۰۲۰ ز کال کې د شل اوريزه لوبو د غوره لوبغاړی وټاکل شو.

راشد خان د کرکټ د نړۍ يو ځلانده او وياړلی ستوری بلل کيږي چې د نړۍ په سطحه په ميلينونو مينوال لري او همدارنګه د ۲۰۱۷ز کال راهيسې د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د سنرايزر حيدراباد لوبډلي په ګټه لوبيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ