ولې انډيا د ۱۹۹۴ز کال راهيسې رسمې الرونډر لوبغاړی نه لري؟ | خبریال

ولې انډيا د ۱۹۹۴ز کال راهيسې رسمې الرونډر لوبغاړی نه لري؟

کريکبال وېبپاڼه- د هندوستان کرکټ ملي لوبډله چې ( توپ وهنه، توپ اچوونه، الرونډر لوبغاړو او ډګر ساتوونکو ) له اړخ څخه د نړۍ په سطحه يوه پياوړې لوبډله ده.

خو، د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي له ډير وخت ( ۱۹۹۴ ز ) کال راهيسې رسمې الرونډر لوبغاړی نه لري.

الرونډر لوبغاړي هغه لوبغاړي دي چې په لوبډله کې هم توپ وهنه او هم توپ اچوونه ترسره کولی شي.

تر ۱۹۹۴ ز کال پورې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پياوړی الرونډر ( توپ وهوونکي او توپ اچوونکي )  لوبغاړې کپېل دېف لرلو.

خو، د ۱۹۹۴ ز کال راهيسې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي بل داسې رسمې او پياوړی الرونډر لوبغاړی نه دی پيداکړی.

ددې مهم علت په اړه په دې ليکنه کې پوه شئ!

دا راز او علت د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي يو بل پخوانې لوبغاړې وې وې لکشمن په ګوته کړی.

وې وې لکشمن په دې اړه په خبرو کې ويلي دي چې ( د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي د کپېل دېف وروسته ځکه رسمې الرونډر لوبغاړی نه دی پيدا کړی چې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي ډير وخت يو طرفه لوبغاړو ته ورکړی دی ).

يو طرفه لوبغاړي هغه لوبغاړي دې چې په ميدان کې په يو رول کې کار کوي په دې معنی چې په لوبډله کې به يا د توپ اچوونې او يا هم د توپ وهنې رول او مسؤليت ترسره کوي.

که څه هم اوس مهال د هندوستان کرکټ ملي لوبډله کې يو شمير الرونډر لوبغاړي تر سترګو کيږي خو يو يې هم د کپېل دېف په شان پياوړي نه دي.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډله کې د رسمې الرونډر لوبغاړو د نه شتون علت همدا دی چې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډله ډير وخت يو طرفه ( يو طرفه لوبغاړي هغه لوبغاړي دي چې په لوبډله کې يو رول يا د توپ وهني يا هم د توپ اچووني رول او مسؤليت ترسره کوي ).

کپېل دېف د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي يو داسې پياوړی الرونډر لوبغاړی وه چې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي لپاره په ۳ واړه فارمټونو ( د ټيسټ لوبي ، يو ورځينۍ لوبي ، او شل اوريزه لوبو ) کې ډيري لاسته راوړني لرلي.

د هندوستان په کرکټ ملي لوبډله کې د رسمې او پياوړې الرونډر لوبغاړې د نه شتون علت د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي پخواني لوبغاړې وې وې لکشمن په ګوته کړی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ