د هندوستان غوره لیګ ترټولو جالبه لوبه. | خبریال

د هندوستان غوره لیګ ترټولو جالبه لوبه.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ ترټولو جالبه لوبه.

د هندوستان غوره لیګ په شپاړه سمه لوبه کې د راجستان رایلز او رویال چلنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

چي د لوبي ټاس یا بچه د بنګلور لوبډلې وکټله او د توپ اچونې پریکړه يي وکړه.او د توپ وهنې بلنه يي د راجستان لوبډلې ته ورکړه.

د راجستان لوبډلې په شلو اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځیدو سره یو سلو اوو اویا منډې ترلاسه کړي او د بنګلور لوبډلې ته يي د یوسلو اته اویا منډو هدف ورکړه.

د راجستان لوبډلې لپاره په توپ وهني کې شایم ډیبې د ٣٢ بالونو په مرسته ٤٦ منډي او راهول تیواتې بیا په ٢٣ بالونو باندي ٤٠ منډې جوړي کړي.

د بنګلور لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې محمد سراج ښه وځلیده. نوموړي په څلورو اورونو کې د اووه ویشتو منډو په ورکولو سره دري ویکټې ترلاسه کړي. او بل لوبغاړي هارسل پټیل هم په څلورو اورونو کې د ٤٧ منډو په ورکولو سره دري لوبغاړي وسوځول.

بنګلور لوبډلې د توپ وهنې پیل چټګ وکړه. او په ١٦.٣ اورونو کې بغیر د کومي ویکټې یاد هدف پوره کړه.

د بنګلور لپاره باډیکل په توپ وهونه کې ښه وځلیده. نوموړي په دوه پنځوس توپونو باندي یوسلو یو ناسوځیدلې منډې جوړي کړي.او بل لوبغاړي ویرات کوهلې هم ښه توپ وهنه وکړه هغې هم په ٤٧ توپونو باندي دوه اویا نا سوځیدلې منډي جوړي کړي.

او راجستان رایلز لوبډلې ته يي په لسو ویکټو ماتې ورکړه.

دا په روان فصل آی پي ایل سیالیو کې د بنګلور څلورمه بریا ده. چي په یادې بریا سره د اتو نمرو په درلودلو سره په لومړي مقام کې ده.

په دوهم مقام کې بیا چینای لوبډله د شپږو نمرو په درلودلو سره قرار لري.

همدارنګه په دریم مقام کې بیا ډیلې کپیټلز لوبډله ده.
په څلورم مقام کې بیا ممبیی انډیز لوبډله ده.
په پنځم مقام کې سنرایزر حیدراباد لوبډله ده چي د څلورو لوبو څخه يي یوه لوبه کټلې او دوه نمري لري .
په شپږم مقام کې کلکتې لوبډله او په اووم مقام پنجاب کینګز لوبډله ده.په وروستې مقام کې راجستان رایلز لوبډله قرار لري.

همدارنګه د یاد لیګ اولسمه لوبه د جمغي په ورځ ماښام شپږ بجي د پنجاب کینګز او ممبیی انډیز لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ