پنجاب کینګز او ممبیی انډیز یو دبل پر وړاندې څوک به يي کټي.
کریکبال وېبپاڼه / پنجاب کینګز او ممبیی انډیز انډیز یو دبل پر وړاندي څوک به يي کټي.
د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو په دوام نن د یاد لیګ اوولسمه لوبه ترسره کيږي.
یاده لوبه د پنجاب کینګز او ممبیی انډیز لوبډلو ترمنځ نن ماښام ترسره کیدونکې ده.
همدارنګه د ممبیی انډیز او پنجاب کینګز ترمنځ ټولې شپږ ویشت لوبې ترسره شوي دي.
چي څوارلس يي ممبیی لوبډلې کټلې او دولس پنجاب لوبډلې کټلې.ممبیی لوبډلې بیا دولس بایللي. خو پنجاب څوارلس لوبې بایللي دي.
په تیر دوه زر شل کال کې ممبیی لوبډلې د پنجاب څخه د په اتو ویکټو لوبه کټلې وه.
ممبیی لوبډله بیا د نمرو په جدول کې څلورم مقام لري.چي څلور لوبې يي ترسره کړي چي د یادو لوبو څخه دوه يي کټلې او دوه یي بایللې دي. د څلورو نمرو په درلودلو سره د جدول په څلورم ځاي کې قرار لري.
او همدارنګه پنجاب کینګز لوبډله بیا په اووم مقام کې قرار لري.چي پنجاب لوبډلې هم څلور لوبې ترسره کړي.او د یادو لوبو څخه يي یوه لوبه کټلې او دري لوبې يي نوري بایللې دي.چي د دوه نمرو په درلو دلو سره د جدول په مقام کې ځاې لري.
که چیري ممبیی لوبډله نني لوبه وکټې نو د جدول لومړي یا دوهم مقام ته به ځان ورسوي.
د جدول په لومړي مقام کې بیا بنګلور لوبډله ده چي یادې لوبډلې د څلورو لوبو څخه ټولې لوبې کټلې او د اتو نمرو په درلو دلو سره د جدول لومړي مقام کې شتون لري.
په دوهم مقام کې بیا چینای سوپر کینګز لوبډله ده چې یاده لوبډلې هم څلور لوبې ترسره کړي او د څلور لوبو څخه يي دري لوبې کټلې او یوه لوبه يي بایللې ده چي د شپږ نومرو په درلو دلو سره په دوهم مقام کې ده.
په دریم مقام کې بیا ډیلې ګپیټلز لوبډله ده چي یادي لوبډلې هم څلور لوبې ترسره کړي او دري لوبې يي کټلې او یوه لوبه يي بیا بایللی. چي د شپږو نومرو په درلودلو سره د جدول په دریم ځاي کې قرار لري.
باید یاده شي چي دی لوبې نه مخکې بنګلور لوبډلې راجستان لوبډلې ته په وپنینګ کې ماتې ورکړه.
او همدارنګه بنګلور بیا څلورمه لوبډله شوه .چي په یاد لیګ په تاریخ کې په وپنینګ لوبه کټې.
همدارنګه د یاد لیګ په دوام راتلونګې اتلسمه لوبه سبا د راجستان رایلز او کلکتې نايټ رایډرز ترمنځ ماښام مهال ترسره کیږي.