د ويراټ کوهلي لپاره د ۲۰۲۱ کال لومړۍ مهمه لاسته راوړنه | خبریال

د ويراټ کوهلي لپاره د ۲۰۲۱ کال لومړۍ مهمه لاسته راوړنه

کريکبال وېب پاڼه- د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي او د هندوستان په سوداګريز ليګ يا اې پې ايل کې د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي پياوړی لوبغاړی او لوبډلمشر ويراټ کوهلي په ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې د خپل ځان لپاره لومړۍ مهمه لاسته راوړنه ثبت کړه.

د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلمشر ويراټ کوهلي د خپل ځان لپاره د ۲۰۲۱ ز کال مهمه لاسته راوړنه د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي او راجستان راېلز لوبډلي ترمنځ د سيالۍ پر مهال ثبت کړه.

پوهيږئ چې د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلمشر او پياوړې توپ وهوونکې لپاره به دا مهمه لاسته راوړنه څه وي؟

د رويال چيلنجزر بنګلور لوبډلمشر او پياوړې لوبغاړې ويراټ کوهلي لپاره د ۲۰۲۱ ز کال دا مهمه لاسته راوړنه په يوه لوبه کې د ۵۰ منډو پوره کول او د نيمه سليزې وهل وه.

ويراټ کوهلي له دې مخکې ۳ لوبي کړي وي خو په يوه کې هم د ۵۰ او نيمه سليزې په وهلو نه وه بريالی شوی.

د ويراټ کوهلي لپاره د ۳ لوبو وروسته د نيمه سليزې وهل او د ۵۰ منډو ترلاسه کول ځکه د هغه لپاره لاسته راوړنه بللی شو چې د ۵۰ منډو ترلاسه کول او د نيمه سليزې وهل هم څه اسان کار نه دی.

خو، د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلمشر او پياوړی لوبغاړی ويراټ کوهلي د سليزو او نيمه سليزو په وهلو کې ډير ښه مهارت او لاسته راوړني لري.

ويراټ کوهلي د رويال چيلنجرز بنګلور لوبډلي او راجستان راېلز لوبډلي ترمنځ سيالۍ په ۴۷ توپونو ۷۴ نا سوځيدلي منډي د ۶ څلوريزو او ۳ شپږيزو پر مټ ترلاسه کړي.

ويراټ کوهلي د نيمه سليزې په وهلو سره د ځان لپاره يوه بله ستره لاسته راوړنه هم ترلاسه کړه، 

هغه د ۷۴ منډو په ترلاسه کولو سره د ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د هغه توپ وهوونکو په ليسټ کې هم ځان لپاره ځای پيدا کړ چې په ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سياليو کې يې ډيري منډي ترلاسه کړي دي.

ويراټ کوهلي د ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سياليو د هغه لوبغاړو په ليسټ کې چې ډيري منډي لري ۸ مقام خپل کړ.

ويراټ کوهلي د ۲۰۲۱ ز کال اې پې ايل سياليو کې په ۴ لوبو کې ۱۴۳ منډي لري او په ليسټ کې ۸ مقام لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ