ویاړ. شهزاد محمدي په لومړي مقام کې قرار لري. | خبریال

ویاړ. شهزاد محمدي په لومړي مقام کې قرار لري.

کریکبال وېبپاڼه / په شل اوریزو لوبو کې هغه ويکټ ساتونکې لوبغاړي چي ډیر ځله د لوبې غوره لوبغاړي شوي دي.

مونږ دلته هغه پنځه لوبغاړې در پیژنیو چي د ویکټ ساتنې ترڅنګ د نورو لوبغاړو څخه ډیر ځله د لوبې غوره لوبغاړي جایزه يي ترلاسه کړي وي.

لومړي: افغان چټک توپ وهونکې شهزاد محمدي دي چي په څلور شپتو شل اوریزو لوبو کې يي نهه ځلې د لوبې غوره لوبغاړې جایزه ترلاسه کړي ده.

محمد شهزاد چي په ښي لاس توپ وهونه کوي چي لومړنې شل اوریزه لوبه يي په ٢٠١٠ کال کې د ایرلینډ هیواد پر وړاندې ترسره کړه. شهزاد محمدي د افغانستان لپاره ټولې پنځه شپیته شل اوریزي لوبې ترسره کړي چې په یادو لوبو کې يي ١٩٣٦ منډې هم جوړي کړي دي. په یوه لوبه کې اوچت سکور ١١٨ ناسوځیدلې منډې دي. همدارنګه وروستې شل اوریزه لوبه یي هم د ایرلینډ پر وړاندې په دوه زره اتلس کال د اګست د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه ترسره کړه.

دوهم : نیوزیلنډې برینډون مکالم دې چي دی هم د ویکټ ساتنې ترڅنګ په دوه څلویښت لوبو کې يي پنځه ځلې د لوبې غوره جایزه يي ترلاسه کړي ده.

برینډون مکالم د نیوزیلنډ لپاره ټولې یو اویا شل اوریزې لوبې ترسره کړي چي په یادو لوبو کې يي ٢١٤٠ منډې جوړي کړي . او په یوه لوبه کې اوچت سکور يي ١٢٣ دي . نوموړي وروستې شل اوریزه لوبه د انګلستان هیواد پر وړاندې په ٢٠١٥ کال د جون د میاشتې په ٢٣ نیټه ترسره کړه.

دریم : پاکستانې لوبغاړې محمد رضوان دي. چي دي هم په دیرش لوبو کې څلور ځلې د لوبې غوره لوبغاړې جایزه يي ترلاسه کړي ده. نوموړي خپله لومړنې شل اوریزه لوبه د بنګله دیش پر وړاندې په ٢٠١٥ کال کې د اپریل د میاشتې په ٢٤ نیټه ترسره کړه.

نوموړي د پاکستان لپاره څلور دیرش شل اوریزه لوبې ترسره کړي. چي په یادو لوبو کې يي ٧٣٩ منډې هم جوړي کړي. او په یوه لوبه کې يي اوچت سکور ١٠٤ ناسوځيدلې منډې دي.او همدارنګه وروستې شل اوریزه لوبه يي د ٢٠٢١ کال د فبروري د میاشتې په ١٤ نیټه د سویلې افریقا پر وړاندې ترسره کړه.

څلورم. جوز بټلر د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې لوبغاړي دي. چي د ویکټ ساتنې ترڅنک په ٦٣ لوبو کې څلور ځلې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړي ده.

نوموړي خپله لومړنې لوبه د هندوستان هیواد پر وړاندې ترسره کړه.چي یاده لوبه يي په ٢٠١١ کال د اګست د میاشتې په ٣١ نیټه ترسره کړي وه.

جوز بټلر د انکلینډ لپاره ٧٩ شل اوریزې لوبي ترسره کړي او په یادو لوبو کې يي ١٧٢٣ منډې هم ترلاسه کړي.او په یوه لوبه کې يي اوچت سکور ٨٣ دي.

پنځم : بنګله دیشي لوبغاړي مشفقور رحیم دي چي د ویکټ ساتنې ترڅنګ يي په دوه اتیا لوبو کې يي څلور ځلې د لوبې غوره لوبغاړې جایزه ترلاسه کړي ده.

نوموړي لومړنې شل اوریزه لوبه د زمبابوي پر وړاندي په ٢٠٠٦ کال کې ترسره کړه. د بنګله دیش لپاره يي ټولې ٨٦ شل اوریزې لوبي ترسره کړي او په یادو لوبو کې يي ١٢٨٢ منډې هم ترلاسه کړي دي.

دا هغه پنځه لوبغاړي و چي د ویکټ ساتنې ترڅنګ د نورو لوبغاړو څخه په شل اوریزو لوبو کې ډیر ځله د غوره لوبغاړې جایزې يي ترلاسه کړي وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ