د زمبابوي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه | خبریال

د زمبابوي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې زمبابوي سره د دري شل اوریزو او دوه ټیسټ لوبو لپاره سفر کړي.

چي دیادې لوبلړي دوهمه لوبه نن ترسره شوه. چي دلوبې ټاس یا بچه د پاکستان لوبډلې وکټله او د توپ اچونې پریګړه يي وکړه. او د توپ وهونې پریکړه يي زمبابوي لوبډلې ته يي ورکړه.

د زمبابوې لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره یو سلو اتلس منډې جوړي کړي او د پاکستان لوبډلې ته يي د یو سلو نولس منډو هدف ورکړه.

د زمبابوي لپاره تیناشې په ٤٠ توپونو باندې ٣٤ منډي جوړي کړي.بل لوبغاړي چاکابوا په څوارلس توپونو باندې اتلس منډي جوړي کړي او د پاکستان لوبډلې ته يی په شل اورونو کې ١١٩ منډې هدف ورکړه.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه محمد حسنین او عزیز دوه ویکټې ترلاسه کړي .

د پاکستان لوبډلې ونه شو کولې چي یاد هدف ته ځان ورسوي او په ١٩.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ٩٩ منډې جوړي کړي او لوبه تري د زمبابوي لوبډلې په د ١٩ منډو په توپیر وکټله .

د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې بابر اعظم تر نورو لوبغاړو ښه وځلیده او ښه توپ وهنه يي وکړه. نوموړي په ٤٥ توپونو باندې ٤١ منډې جوړي کړي بل لوبغاړي چي د پاکستان لپاره يي ښه توپ وهنه وکړه هغه دانش عزیز و چي نوموړي هم په ٢٤ توپونو ٢٢ منډي جوړي کړي .خو لوبه تري د زمبابوي لوبډلې وکټله.

د زمبابوي لپاره په توپ اچونه کې لیکې جونجوي په ٣.٥ اورونو کې د اتلسو منډو په ورکولو سره د پاکستان لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول. بل لوبغاړي ریان برل هم ښه توپ اچونه وکړه نوموړي هم په څلورو اورونو کې د ٢١ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.او لوبه د زمبابوې لوبډلې د نولس منډو په تو پیر د پاکستان لوبډلې څخه وکټله.

د لوبې غوره لوبغاړي بیا لیکې جونجوي وټاکل شو چي نوموړي په په دري اعشاریه پنځو اورونو کې د اتلس منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړي وسوځول.

باید یاده شي چي د لوبلړي لومړنې لوبه د پاکستان لوبډلې کټلې وه. اوس لوبلړې يو په یو مساوی شوه.

د یادې لوبلړي وروستې او دریمه شل اوریزه لوبه د اپریل د میاشتي په پنځه ویشتمه نيټه ترسره کيږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ