ايا ګېل به هغه ريکارډونه تازه کړي چې مهارت پکې لري؟ | خبریال

ايا ګېل به هغه ريکارډونه تازه کړي چې مهارت پکې لري؟

کريکبال وېب پاڼه- د ویسټ اينډيز کرکټ ملي لوبډلی پخوانی تجربه کار لوبغاړی او پياوړی توپ وهوونکی ګريس ګيل چې د کرکټ د نړۍ يو له ځلانده لوبغاړو څخه بلل کيږي.

 ګريس ګيل د نړيوالو لوبو ترڅنګ د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې هم يو شمير ريکارډونه په خپل نوم ثبت کړي  دي. 

د ګريس ګيل د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې يو شمير داسې ريکارډونه ثبت کړي چې د ماتيدو چانس يې ډير کم دی.

د ګريس ګيل لپاره د هندوستان غوره لیګ يا اې پې ايل کې يو تر ټولو مهم او نه ماتيدونکی ريکارډ د اې پې ايل په تاريخ کې په ۳۰  توپونو باندې د سليزې وهل ( ۱۰۰ ) منډو پوره کول وه چې په ۳۰ توپونو يا بالونو باندې د ۱۰۰ منډو ترلاسه کول د يو پياوړې توپ وهوونکي په توپ وهنه دلالت کوي.

ګريس ګيل په ۳۰ بالونو باندې د ۱۰۰ منډو ريکارډ په ( ) کال کې د () لوبډلي په وړاندې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې په خپل نوم ثبت کړي ده.

د ګريس ګيل لپاره بل ريکارډ د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې  په يوه لوبه کې په انفرادې ډول په ۶۶ بالونو باندې د ۱۷۵ منډو ترلاسه کول ديي

په ۶۶ بالونو د ۱۷۵ منډو ترلاسه کول په شل اوريزه لوبو کې څه اسان کار نه دی بلکې په دومره کمو بالونو د دومره ډيرو منډو ترلاسه کول د پياوړې توپ وهنې دلالت کوي.

چې ګريس ګيل په ۶۶ بالونو د ۱۷۵ منډو ترلاسه کولو سره دا ثابته کړه چې هغه د نړۍ يو پياوړی توپ وهوونکی دی.

د ګريس ګيل لپاره بل وياړ او ريکارډ په شل اوريزه لوبو کې په يوه لوبه کې د ۱۷ شپږيزو وهل دي.

په يوه لوبه کې د ۱۷ شپږيزو وهل هم ډيري انرژۍ او پياوړتيا پر مټ ترلاسه کيږي.

ګريس ګيل په خپل وخت کې د نړۍ يو بهترينه او غوره لوبغاړی او توپ وهوونکی وه او لا هم د کرکټ کولو توان لري.

ګريس ګيل په ۲۰۱۹  کال  کې د يو ورځينۍ لوبو د نړيوال کرکټ او لوبو څخه استعفا وکړه.

خو اوس يو ځل بيا پوښتنه پيدا شوي چې ګيل به بيا هغه ريکارډونه تازه کړي چې پکې مهارت لري؟

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ