ویرات کوهلي په آی پي ایل کې تر نورو لوبغاړو مخکي دی. | خبریال

ویرات کوهلي په آی پي ایل کې تر نورو لوبغاړو مخکي دی.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالې چي د نړي تر ټولو مشهوري تجارتې لوبې دي.

چي هر کال پکې د نړي مهم او پیاوړي لوبغاړي لوبیږي.

مونږ درته دلته هغه پنځه لوبغاړي در پیژنیو چي په آی پي ایل سیالیو کې تر نورو لوبغاړو ډیري منډي جوړي کړي دي .

لومړي: د هندوستان تکړه لوبغاړي او د بنګلور لوبډلې ګفتان ویرات کوهلې دي.

چي د ٢٠٠٨ کال نه تر ٢٠٢١ کال پوري ټولې ١٩٦ لوبي ترسره کړي. چي ٦٠٢١ منډې يي پکي يي جوړي کړي او په یادو ١٩٦ لوبو کې يي پنځه سلیزي او پنځوس يي نیمه سلیزي ترلاسه کړي. په یوه لوبه کې يي اوچت سکور ١١٣ منډې دی.

دوهم : سوریش رینا دي نوموړي په أی پي ایل سیالیو کې د چینای لوبډلې سره لوبیږي. چي د ٢٠٠٨ نه تر ٢٠٢١ کال پوري يي ١٩٧ لوبي ترسره کړي او په یادو لوبو کې يي ٥٤٤٨ منډې هم جوړي کړي . همدارنګه يي په ١٩٧ لوبو کې يي د یوي سلیزي پر مټ نهه دیرش نیمه سلیزي هم جوړي کړي دي. په یوه لوبه کې يي تر ټول اوچت سکور يي سل دي.

دریم : شکر دوان دي چي دي هم د ٢٠٠٨ څخه تر ٢٠٢١ کال پوري ١٨٠ لوبې ترسره کړي. چي په دي لوبو کې يي ٥٤٢٨ منډې هم ترلاسه کړي او د دوه سلیزو ترڅنګ يي ٤٣ نیمه سلیزي هم ترلاسه کړي. او په یوه لوبه کې يي اوچت سکور ١٠٦ ناسوځيدلې منډي دي.

څلورم: روهیت شرما دي. چي د ٢٠٠٨ کال څخه تر ٢٠٢١ کال پوري ٢٠٥ لوبي ترسره کړي او ٥٤٢٠ منډي يي جوړي کړي. په یوه لوبه کي يي اوچت سکور ١٠٩ ناسوځیدلې منډې دي. او په یادو لوبو کې د یوي سلیزي په ګډون څلویښت نیمه سلیزي هم ترلاسه کړي.

پنځم : ډیويډ وارنر دي چي د ٢٠٠٩ کال څخه تر ٢٠٢١ کال پوري يي ټولې ١٤٦ لوبې ترسره کړي او په دي لوبو کې يي ٥٣٨٤ منډي جوړي کړي او په یوه لوبه کې يي او چت سکور يي یو سلو شپږ ویشت دي. او همدارنګه په دي لوبو کې يي د څلورو سلیزو په ګډون نهه څلویښت نیمه سلیزي يي هم ترلاسه کړي.

دا هغه پنځه غوره لوبغاړي و. چي د هندوستان غوره لیګ کې تر نورو لوبغاړو ډیري منډي ترلاسه کړي وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ