ولې بايد ممبۍ لوبډله په ۲۰۲۱ز کې ۱۶۰ منډي ترسره کړي؟ | خبریال

ولې بايد ممبۍ لوبډله په ۲۰۲۱ز کې ۱۶۰ منډي ترسره کړي؟

کريکبال وېب پاڼه- د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل يو تر ټولو پياوړې لوبډله ممبۍ انډينز چې ۵ ځله يې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل اتلولي هم ګټلي ده.

اوس مهال بايد چې په ۲۰۲۱ ز کال کې ۱۶۰ منډي ترلاسه کړي.

خو ولې بايد چې د ممبۍ اينډينز لوبډله په ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان غوره ليک يا اې پې ايل سيزن کې ۱۶۰ منډي ترلاسه کړي؟

ځکه چې د ممبۍ اينډينز لوبډلي د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل پ ۲۰۲۱ ز کال کې تر اوسه نه ده توانيدلي چې يا ۱۶۰ منډي هدف مخالف لوبډلي ته وټاکي او يا هم د مخالف لوبډلي څخه د ۱۶۰ منډو هدف ترلاسه کړي.

ممبۍ اينډينز لوبډلي تر اوسه د ۲۰۲۱ ز کال د اې پې ايل یا هندوستان غوره ليګ سيالیو کې ۵ لوبي ترسره کړي چې په يوه کې يې هم ۱۶۰ منډي نه دي ترسره کړي.

ممبۍ انيډينز لوبډلي په ۲۰۲۱ ز کال د هندوستان غوره ليګ سياليو کې د رويال چيلنرز بنګلور لوبډلي په وړاندې ۱۵۹ منډي تر سره کړي دي.

د ممبۍ اينډينز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۱ ز کال  هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سياليو کې ۱۵۲ منډي تر لاسه کړي دي.

د ممبۍ اينډينز لوبډلي د سنرايزر حيدراباد لوبډلي په وړاندې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سياليو کې ۱۵۰ منډي ترلاسه کړي دي.

د ممبۍ اينډ ينز لوبډلي د ډيلي کپټلز لوبډلي په وړاندې د ۲۰۲۱ ز کال اې پې ايل يا هندوستان غوره ليګ سياليو کې ۱۳۷ منډي ترسره کړي دي.

همدارنګه د ممبۍ اينډينز لوبډلي د پنجاب کينګز لوبډلي په وړاندې د ۲۰۲۱ ز کال سياليو کې ۱۳۱ کمې منډي ترلاسه کړي دي.

د ممبۍ اينډينز لوبډلي لپاره دا منډي په ۵ شل اوريزه لوبو کې تر ټولو کمې منډي او يا هم کم هدف دی.

په شل اوريزه لوبو کې د يوې لوبډلي لپاره او په تيره بيا د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل غوندې چټک سودا ګريز ليګ کې هغه منډي چې يوه لوبډله ترې دفاع وکړی شي او مقابل لوبډلي ته يې هدف وټاکي ترڅو مقابل لوبډله تر خپل فشار لاندې راولې د ۱۶۰ منډو څخه تر ۲۰۰ منډو پورې بايد چې وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ