راجستان او کلکته یو دبل پر وړاندي څوک به يي کټي.
کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو کې نن په اتلسمه لوبه کې د راجستان رایلز لوبډله د کلکتې نایټ رايډرز لوبډلې پر وړاندي لوبیږي.
د یاد لیګ اوولسمه لوبه د پنجاب کیګنز او ممبیی انډیز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
چي د پنجاب لوبډلې د ټاس يا بچه په کټلو سره توپ اچونه غوره کړه . او د ممبیی لوبډلې ته يي د توپ وهني بلنه ورکړه.
د ممبیی انډیز لوبډلې په ټاکل شوو شل اورونو کې د شپږو ویکټو په زیان یو سلو یو دیرش منډې ترسره کړي او د پنجاب لوبډلې ته يي په شل اورونو کې د ١٣٢ منډو هدف ورکړه.
د پنجاب کینګز لپاره په توپ ا چونه کې محمد شامي ښه توپ اچونه وکړه. چي په څلورو اورونو کې يي د یوویشتو منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.او همدارنګه راوی هم په څلورو اورونو کې د یوویشتو منډو په ورکولو سره دوه ویکټي د پنجاب لپاره ترلاسه کړي.
د پنجاب لوبډلې یاد هدف په اساني سره پوره کړه.او په ١٧.٤ اورونو کې د یوي ویکټي په زیان ١٣٢ منډې ترلاسه کړي او د ممبیی انډیز لوبډلې ته يي په نهو ویکټو ستره ماتې ورکړه.
د پنجاب کینګز لپاره لوبډلمشر کیل راهول ښه توپ وهنه وکړه. نوموړي په ٥٢ توپونو باندي ٦٠ ناسوځيدلې منډې جوړي کړي او بل لوبغاړې چي د پنجاب لپاره يي ښه توپ وهنه وکړه. هغه کریس ګیل و چي نوموړي هم په ٣٥ توپونو باندي ٤٣ ناسوځیدلې منډې جوړي کړي او د ممبیی انډیز لوبډلې ته يي ستره ماتې ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړي کیل راهول وټاکل شو.چي په ٥٢ توپونو باندي يي ٦٠ ناسوځیدلې منډې جوړي کړي وي.
همدارنګه د پنجاب لوبډلې د یادي لوبي په کټلو سره د څلورو نمرو په درلودلو سره د جدول پنځم مقام ته ورسیده. ممبیی لوبډلې هم د څلورو نمرو په درلودلو سره بیا د جدول په څلورم مقام کې قرار لري.
او په لومړي مقام د رویال چلنجر بنګلور لوبډله ده .چي لوبي يي کړي او څلور واړه يي ټولې کټلي دي .
د یاد لیګ په دوام نن ماښام شپږ بجي په اتلسمه لوبه کې د راجستان رایلز لوبډله د پنجاب کینګز لوبډلې پر وړاندي لوبيږي.