آیا تراوسه پوري د سږني آی پي ایل کې ده ډیرو ویکټو اخیستلو کې افغان لوبغاړي شتون لري.
کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي یل سیالي چي هر کال ترسره کیږي. د نړي تر ټولو مشهوري تجارتې سیالې دي.
مونږ دلته هغه لوبغاړي در پیژنیو چې په سږ نې یا ٢٠٢١ کال آی پي ایل کې تراوسه پوري ډیرې ویکټې ترلاسه کړي.
لومړي: د بنګلور لوبډلې تکړه توپ اچوني حارث بټیل دي. نوموړي چي په سږنې هندوستان غوره لیګ کې د بنګلور لوبډلې لپاره لوبیږي. نوموړي په څلورو لوبو کې د یو سلو شپاړس منډو په ورکولو سره دولس ويکټي ترلاسه کړي. او په دي څلور لوبو کې يي غوره توپ اچونه کې د ٢٧ منډو په ورکولو سره ٥ ويکټي ترلاسه کړي.
دوهم: راهیل چهر د ممبیی انډیز لوبډلې لوبغاړي دي. نوموړي په پنځو لوبو کې د ١٣٧ منډو په ورکولو سره نهه ویکټي ترلاسه کړي.او په دي لوبو کې يي غوره توپ اچونه د ٢٧ منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړي سوځول وه.
دریم: ډیپګ چهر د چینای لوبډلې لوبغاړي دي. چي په څلورو لوبو کې يي د ١١٠ منډو په ورکولو سره اته لوبغاړي سوځولې دي. او په یوه لوبه کې يي غوره توپ اچونه د ١٣ منډو په ورکولو سره څلور لوبغاړي سوځولې و.
څلورم : اویش خان دي چي د ډیلې کپیټلز لوبډلې لپاره لوبیږي. نوموړي په څلورو لوبو کې د یو سلور دري منډو په ورکولو سره اته ویکټې ترلاسه کړي. غوره توپ اچونه يي د ٣٢ منډو په ورکولو سره ٣ ویکټې ترلاسه کول دي.
پنځم: انډریو رسل دي . چي د کلکتې لوبډلې لپاره لوبيږي. چي دي هم په څلورو لوبو کې د ١١٢ منډو په ورکولو سره اووه ويکټي ترلاسه کړي. غوره توپ اچونه يي بیا په یوه لوبه کې د پنځلس منډو په ورکولو سره پنځه لوبغاړي سوځولي وه .
خو افغان لوبغاړي راشد خان بیا په یولسم مقام کي دي. نوموړي په څلورو لوبو کې د ٨١ منډو په ورکولو سره پنځه ويکټې ترلاسه کړي. او په يوه لوبه کې يي غوره توپ اچونه د ١٨ منډو په ورکولو سره د دوه ویکټو ترلاسه کول وه.
دا هغه لوبغاړي دي چي په سږنې هندوستان غوره لیګ کې تر دي مهاله ډیري ویکټې ترلاسه کړي.
د یاد لیګ په دوام نن اتلسمه لوبه د راجستان لوبډلې و کلکتې لوبډلې ترمنځ ترسره کیږي.