ډونې د ګېل په اړه جالبي خبري کړي دي | خبریال

ډونې د ګېل په اړه جالبي خبري کړي دي

کريکبال وېب پاڼه- د هندوستان کرکټ ملي لوبډلي پخوانی لوبډلمشر مهيندر سينګ ډونې د کرکټ د نړۍ يو ځلانده ستورې او غوره توپ وهوونکې ګريس ګېل په اړه جالب ټويټ کړی دی.

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلي پخوانی لوبډلمشر او د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل کې د چينای سوپر کينګز لوبډلمشر او ويکټ ساتوونکی څو کاله مخکې هغه مهال چې ګريس ګېل د هندوستان سواګريز ليګ يا اې پې ايل کې په ۶۶ بالونو ۱۷۵ منډي ترلاسه کړي.

نو مهيندر سينګ ډونې  د ګريس ګېل د تيزي او حيرانوونکي توپ وهنې په اړه په خپله ټويټر پاڼه کې ټويټ وکړ.

د ټويټ بڼه يې داسې وه چې ( ژوند ټول داسې دی چې د ځان لپاره په کې يوه غوره پريکړه وکړي لکه څنګه چې ګريس ګېل د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل په تاريخ کې او

توپ اچوونکو څخه يې لار ورکه کړي وه په ټولو توپ اچوونکو يې خپل زړه تش کړ او د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سياليو کې يې په توپ اچوونکو حيرانوونکی ريکارډ جوړ کړ

نو زه د ځان لپاره ښه ګڼم چې زه توپ اچوونکی نه يم کنې د ګريس ګېل د بريدګرې توپ وهنې به زه هم ښکار شوی وی او دا فيصله او پريکړه د ځان لپاره يو وياړ ګڼم چې زه توپ اچوونکی نه يم او د ويکټ ساتوونکې دنده پرمخ وړم ).  

په ۶۶ بالونو د ۱۷۵ منډو ترلاسه کول په شل اوريزه لوبو کې څه اسان کار نه دی بلکې په دومره کمو بالونو د دومره ډيرو منډو ترلاسه کول د پياوړې توپ وهنې دلالت کوي.

چې په ياده توپ وهنه کې يې ۱۷ شپږيزي او ۱۳ څلوريزي شاملي وي.

ګريس ګيل په خپل وخت کې د نړۍ يو بهترينه او غوره لوبغاړی او توپ وهوونکی وه او لا هم د کرکټ کولو توان لري.

ګريس ګېل يوځل بيا د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سياليو کې ښه بريښې چې ځينو نړيوالو ټولنيزو شبکو د هغه د پخوا په ډول د بريدګرې توپ وهنې د بيرته راتګ خبره هم کوي.

نو له همدې امله د مهيندر سينګ ډونې پخوانې ټويټ يوځل بيا په ټولنيزو شبکو کې غاوغا جوړه کړي دي. 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ