د بنګله دیش او سریلانکا ترمنځ روانه ټیسټ لوبه . | خبریال

د بنګله دیش او سریلانکا ترمنځ روانه ټیسټ لوبه .

کریکبال وېبپاڼه / د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې او د سریلانکا کرکټ ملي ترمنځ د دوه ټیسټ لوبو لوبلړي.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي سریلانکا ته د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې سره د دوه ټیسټ لوبو لپاره سفر کړي.

چي لومړني ټیسټ لوبه يي د اپریل د میاشتي د ٢١ تاریخ څخه تر د اپریل د میاشتي تر ٢٥ تاریخ پوري دوام کوي.

چي لومړني ټیسټ لوبه يي شروغ کړي. چي نن څلورمه ورځ وه.

چي په لومړي ټیسټ لوبه کې د لوبي ټاس د بنګله دیش کرکټ لوبډلې وکټه او خپله يي د توپ وهني بلنه وکړه. او توپ اچونه يي د سریلانکا لوبډلي ته ورکړه.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي په لومړي اننس کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره په ١٧٣ اورونو په لوبولو سره ٥٤١ منډي جوړي کړي او سریلانکا لوبډلې ته يي د توپ وهني بلنه ورکړه.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي تمیم اقبال په ١٠١ توپونو باندي ٩٠ منډي جوړي کړي.
بل لوبغاړي شانتو هم په ٣٧٨ توپو نو باندي ١٦٣ منډي ترلاسه کړي. او ورسره محمد حق بیا په ٣٠٤ توپونو باندي ١٢٧ منډي جوړي کړي.

د سریلانکا لپاره ویشا فریناډو ښه توپ اچونه وکړه چي د ٣٥ اورونو په ترسره کولون سره د ٩٦ منډي ورکړي او څلور لوبغاړي يي و سوځول .

د سریلانکا لوبډلې د څلورمي ورځي تر پاي پوري د دري لوبغاړو په سوځیدو په ١٤٩ اورونو کي ٥١٢ منډې ترسره کړي.او پاتي لوبه به سبا ترسره کوي.

د سریلانکا لپاره ډیميت کاروناراتین په ٤١٩ توپونو باندي ٢٣٤ منډې جوړي کړي او ناټ اوټ دي.او بل لوبغاړي ډي سلوا هم ٢٧٨ توپونو باندي ١٥٤ منډې ترلاسه کړي.

د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کي تسکین احمد میهدی حسن او تاجیل اسلام یوه یوه ویکټه د بنګله دیش کرکټ لوبډلي لپاره ترلاسه کړي ده.

د لومړني ټیسټ لوبي پنځمه ورځ سبا ترسره کیږي چي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د کټي چانس ډیر دي

او همدارنګه د یادي لوبلړي دوهمه ټیسټ لوبه یی د اپریل د میاشتي د نهه ویشتمي نیټي څخه تر بیا د می میاشتي تر دریمي نیټي پوري دوام کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ