کريکبال وېب پانه- د هندوستان کرکټ ملي پياوړی الرونډر لوبغاړی هارډېک پانډېا چې د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل سياليو کې د ممبۍ اينډينز لوبډلي سره لوبيږي د نړۍ يو له پياوړو لوبغاړو څخه شميرل کيږي.
خو هارډېک بانډېا د ۲۰۲۱ ز کال اې پې ايل سياليو کې هيڅ ښه ند دی ځليدلی په تېره بيا د توپ وهنې په برخه کې د خپلي لوبډلي لپاره هيڅ يوه داسې لاسته راوړنه نه لري چې د ممبۍ اينډينز لوبډلي په درد وخوړل شي.
که له يوې خوا هارډېک پانډېا د هندوستان د سوداګريز ليګ يا اې پې ايل سياليو يو له مهمو لوبغاړو بلل کيږي او د هندوستان غوره ليګ يا اې پې ايل د لوړ قيمت لوبغاړو څخه هم دی.
هاډېک پانډېا تراوسه د ۲۰۲۱ ز کال اې پې ايل يا هندوستان غوره ليګ سيزن کې ۵ لوبي لوبولي دي.
که څه هم د توپ اچوونې برخه کې يو څه ښه ځليدلی دی خو بيا بل خوا د توپ وهنې برخه کې هيڅ چندان ښه ند دی ځليدلی چې دا د يو الرونډر لوبغاړې ته د شرم وړ خبره ده.
خو بيا بل خوا د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل د تيرو کلونو سياليو کې هارډېک پانډېا يو له پياوړو الرونډرانو څخه بلل کيده نو له همدې کبله د ممبۍ اينډينز لوبډله هارډېک پانډېا ته ډير اهميت هم ورکوي.
هارډېک پانډېا چې د هندوستان سوداګريز ليګ يا اې پې ايل ۲۰۲۱ سيزن سياليو کې کومې لوبي لوبولي دي په هيڅ يوه کې په تيره بيا د توپ وهنې په برخه کې داسې لاسته راوړنه نه لري.
دلته د هارډېک پانډېا چې د ۲۰۲۱ ز کال اې پې ايل سياليو کې کومې لوبي لوبولي دي هغه ته کره کتنه کوو او بيا پر يکړه تاسي وکړئ چې ايا د يو الرونډر او چټک توپ وهو ونکي لوبغاړې لپاره د داسې کمزورو لوبو کول د شرم وړ ده يا نه؟
هارډېک پانډېا د بنګلور لوبډلي په وړاندې لوبه کې په ۱۰ تو پونو ۱۳ منډي.
هارډېک پانډېا د کلکتې لوبډلي په وړاندې لوبه کې په ۱۷ توپونو ۱۵ منډي.
هارډېک پانډېا د حيدراباد لوبډلي په وړاندې لوبه کې په ۷ توپونو ۵ منډي.
هارډېک پانډېا د ډيلي لوبډلي په وړاندې لوبه کې صفر منډي.
هارډېک پانډېا د پنجاب لوبډلي په وړاندې لوبه کې په ۴ توپونو ۱ منډه.