راجستان لوبډلي کلکتي لوبډلي ته ستره ماتي ورکړه.
کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ يا آی پي ایل سیالیو په دوام نن د راجستان رایلز او کلکتي نایټ رایډز ترمنځ ترسره شوه.
چي د یادي لوبي ټاس يا پچه د راجستان رایلز لوبډلې وکټه. او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه.او د توپ وهني بلنه يي د کلکتي لوبډلي ته ورکړه.
د کلکتي لوبډلي په ټاګلو شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ١٣٣ منډې جوړي کړي. او د راجستان لوبډلې ته يي د په شل اورونو کې د ١٣٤ منډي هدف ورکړه.
د کلکتي لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي راهول تراپتي د ٢٦ توپونو په مرسته ٣٦ منډې جوړي کړي. او بل لوبغاړي ډینش کارتیک په ٢٤ توپونو باندي ٢٥ منډې جوړي کړي او د راجستان رایلز لوبډلې ته يي د ١٣٤ منډو هدف ورکړه.
د راجستان لپاره په توپ اچونه کې کریس موریس ښه توپ اچونه ترسره کړه نوموړي په څلورو اورونو د ٢٣ منډو په ورکولو سره څلور ویکټې ترلاسه کړي.او بل لوبغاړي موستفیضور الرحمن په څلورو اورونو کې د ٢٢ منډو په ورکولو سره یوه ویکټه ترلاسه کړه.
د راجستان لوبډلې یاد هدف په ١٨.٥ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په زیان سره پوره کړه.
د راجستان رایلز لپاره توپ وهنه کې سینجو سمسون ښه لوبه ترسره کړه. هغي په ٤١ توپونو باندي ٤٢ منډي جوړي کړي. بل لوبغاړي ډیويډ میلر هم ښه توپ وهنه ترسره کړه. نوموړي په ٢٣ توپونو په مرسته ٢٤ منډي جوړي کړي. او کلکتي لوبډلې ته يي په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.
د کلکتي لپاره په توپ اچونه کې بیا ویرن ښه توپ اچونه وکړه هغي په څلورو اورونو کې د ٣٢ منډو په ورکولو سره د راجستان لوبډلې دوه لوبغاړي و سوځول.
د لوبي غوره لوبغاړي کریس موریس و پیژندل شوو. هغي په څلورو اورونو کې د ٢٣ منډو په ورکولو سره څلور ویکټي ترلاسه کړي وي.
د راجستان لوبډلې د یادي لوبي په کټلو سره د جدول پنځم مقام ته ځان ورسوه.خو کلکتي لوبډله بیا د جدول وروستي مقام ته ولاړه.
د یاد لیګ په دوام سبا دوه لوبي ترسره کیږي.چي لومړني لوبه د ماسپښین مهال د چینای لوبډلي او بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي. او دوهمه لوبه بیا ماښام مهال د حیدراباد او ډیلي کپیټلز ترمنځ ترسره کیږي.