د پاکستان لوبډله د کمزورو لوبډلو په ليسټ! خو، ولې؟ | خبریال

د پاکستان لوبډله د کمزورو لوبډلو په ليسټ! خو، ولې؟

کريکبال وېب پانه- د پاکستان او زمبابوي کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوريزه لوبو لړۍ کې لومړۍ شل اوريزه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي او دوهمه يې د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي وګټله.

د پاکستان لوبډله د کمزورو لوبډلو په ليسټ! خو، ولې؟

د پاکستان او زمبابوي کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دوهمه شل اوريزه لوبه کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي و نه شو کړی چې کم هدف ترلاسه کړي.

د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي په وړاندې په دوهمه شل اوريزه لوبه کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي ته د ۹ لوبغاړو په سوځيدو سره په شل اورونو کې ۱۱۸ کمې منډي هدف وټاکه.

خو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي و نه شو کړی چې په ټاکلو شل اورونو کې ۱۱۸ کمې منډي ترلاسه کړي.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي ټول لوبغاړي د ۹۹ منډو باندې وسوځيدل.

که څه هم د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله د نړۍ يوه پياوړې لوبډله شميرل کيږي او د کرکټ د نړيوالي شورا د شل اوريزه لوبو په درجه بندۍ کې ۴ مقام لري.

بل خوا د زمبابوي د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړيوالي شورا د شل اوريزه لوبو په درجه بندۍ کې ۱۲ مقام لري.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډله نه دا چې د کرکټ کمزورې لوبډله ده بلکې د کمزورې هدف په ترلاسه کولو کې د پاتې راتلو له امله اوس د هغه لوبډلو په ليست کې شامله شوه چې د کمزورې هدف د نه ترلاسه کولو له وجهې ورته کمزورې لوبډله ويلی شو!

دلته درته هغه لوبډلي در پيژنو چې د کم هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي.

د ويسټ اينډز کرکټ ملي لوبډله د زمبابوي کرکټ ملي په وړاندې په ۲۰۱۰ ز کال د ۱۰۶ کمو منډو په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډله د ويسټ اينډيز کرکټ ملي په وړاندې په ۲۰۱۱ ز کال د ۱۱۴ کمو منډو په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

د سريلنکا کرکټ ملي لوبډله د سويلي افريقا کرکټ ملي په وړاندې په ۲۰۱۳ ز کال د ۱۱۶ کمو منډو په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

او اوس د پاکستان کرکټ ملي لوبډله هم د هغه لوبډلو په ليست کې شامله شوه چې د کمو منډو په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د زمبابوي کرکټ ملي په وړاندې په ۲۰۲۱ ز کال د ۱۱۸ کمو منډو په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ