پاي لوبه به څوک کټي. | خبریال

پاي لوبه به څوک کټي.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان او زمبابوي ترمنځ د زمبابوي په کوربه توب د دري شل اوریزو او د دوه ټیسټ لوبو سریز دوام لري.

چي د یادي لړي دوه لوبي ترسره شوي او نن یي دریمه یغني پاي لوبه ترسره کیږي.

لومړني شل اوریزه لوبه د اپریل د میاشتي په ٢١ نیټه ترسره شوه. چي په هغي لوبه کي د پاکستان لوبډلي بریا خپله کړه او د زمبابوي لوبډله يي په لومړي شل اوریزه لوبه کې مات کړه.

خو دوهمه شل اوریزه لوبه چي په درویشتمه نيټه د اپریل د میاشتي ترسره شوه. زمبابوي لوبډلې وکولي شوو چي د پاکستان لوبډلي ته ستره ماتي ورکړه.

چي په دوهمه شل اوریزه لوبه کې د پاکستان لوبډلې ټاس يا پچه وکټله او د توپ اچوني پریکړه يي وکړه. او د توپ وهني بلنه يي زمبابوي لوبډلي ته ورکړه.

زمبابوي لوبډلي په ټاکل شوو شل اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځیدو سره ١١٨ منډې جوړي کړي او د پاکستان لوبډلې ته يي په شل اورونو کي د ١١٩ منډو هدف ورکړه.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې بیا محمد حسنین او دانش عزیز دوه دوه ویکټي ترلاسه کړي.

د پاکستان لوبډلې ونه شو کولي چي یاد هدف ته ځان ورسوي. او په ١٩.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازی نهه نوي منډي جوړي کړي. او لوبه تري د زمبابوي لوبډلې په ١٩ منډو په توپیر وکټله.

د پاکستان لوبډلې لپاره بابر اعظم ښه توپ وهنه وکړه. نوموړي په ٤٥ توپونو باندي ٤١ منډې جوړي کړي.

د زمبابوي لوبډلې لپاره لوګ جنګوي ښه او غوره توپ اچونه وکړه. چي په ٣.٥ اورونو کې د کمو ١٨ منډو په ورکولو سره څلور ویکټي ترلاسه کړي.

د لوبي غوره لوبغاړي هم لوګ جنګوي وپیژندل شوو. چي په څلورو اورونو کې یي څلور ویکټي ترلاسه کړي.

د یادي لوبلړي وروستې او فاینل شل اوریزه لوبه نن ترسره کیږي. دواړه لوبډلې به کوشش کوي تر څو لوبه وکټي. او د شل اوریزو لوبو لوبلړي په خپل نوم کړي.

همدارنګه شل اوریزو لوبو د لوبلړي وروسته د دوه ټیسټ لوبو لوبلړي هم لري.

چي لومړني ټیسټ لوبه يي د اپریل د میاشتي د نهه ویشتمي څخه تر د می د میاشتي دریمي نیټي پوري دوام کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ