آیا حیدراباد به خپله دوهمه بریا ترلاسه کړي. | خبریال

آیا حیدراباد به خپله دوهمه بریا ترلاسه کړي.

کریکبال وېبپاڼه / د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل سیالیو په دوام نن دوه لوبي ترسره کیږي.

چي لومړني لوبه ماسپښین مهال د چینای سوپر کینګز او رویال چلنجر بنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. چي دا یاد لیګ نولسمه لوبه ده.

دوهمه لوبه بیا ماښام د سنرایزر حیدراباد او ډیلي ګيیټلز لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي. چي دا د یاد لیګ په دوام شلمه لوبه ده.

حیدراباد لوبډلي په روان غوره لیګ کې تراوسه پوري څلور لوبي ترسره کړي. چي دیادو څلورو لوبو څخه يي یوه لوبه يي کټلې.

لومړني لوبه يي د کلکتي نایټ رایډرز لوبډلي سره ترسره کړه . چي د کلکتي لوبډلي لخوا حیدراباد لوبډلي ته په شلو اورونو کې ١٨٨ منډي هدف ورکړه. خو د حیدراباد لوبډلي يي په جواب کې یوازي ١٧٧ منډي ترسره کړي او لوبه تري د کلکتي لوبډلي په لسو منډو وکټله.

دوهم لوبه يي بیا د بنګلور لوبډلي سره ترسره کړه. چي په یاده لوبه کې د بنګلور لوبډلي لخوا ورته ١٥٠ منډې هدف ټاکل شوي و. چي په جواب کې ورله حیدراباد لوبډلي یوازي ١٤٣ منډې جوړي او لوبه تري د بنګلور لوبډلي په اوو منډو په توپیر و کټله.

دریمه لوبه يي د ممبیی انډیز لوبډلي سره ترسره کړه. چي په دي لوبه کې ممبیی انډیز لخوا حیدراباد ته ١٥٠ منډې هدف ورکړل شو خو د حیدراباد لوبډلي توپ وهونکو ونشو کولي چي یاد هدف ته ځان ورسوي او لوبه تري د ممبیی انډیز لوبډلې د ١٣ منډو په توپیر وکټله.

څلورمه لوبه یي د پنجاب کینګز لوبډلي سره ترسره کړه. چي په دي لوبه کې د دريو ماتو وروسته يي لومړني بریا خپله کړه. چي دپنجاب لوبډلي لخوا ورته کم ١٢١ منډې هدف ورکړل شوي و. چي د حیدراباد لوبډلي د یوي ویکټي په زیان سره پوره او په روان د هندوستان غوره لیګ کي يي لومړني بریا ثبت کړه.

حیدراباد لوبډله نن خپله پنځمه خو د لیګ شلمه لوبه ماښام مهال د ډیلي کپیټلز لوبډلي پر وړاندي ترسره کوي
ی
حیدراباد لوبډله اوسمهال د دووه نمرو په درلودل سره د جدول په اووم مقام کې قرار لري خو د ډیلې لوبډله بیا د څلورو لوبو څخه دري لوبي کټلي او د شپږو نمرو په درلودو سره په دریم مقام کې ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ