د بابر اعظم لپاره بل تاريخې وياړ! | خبریال

د بابر اعظم لپاره بل تاريخې وياړ!

کريکبال وېبپاڼه- د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلمشر او پياوړی توپ وهوونکی بابر اعظم اوس مهال د توپ وهنې په ډګر کې ډير ښه ځليږي.

بابر اعظم هم د ځان او هم د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي لپاره وياړونه ګټي. 

بابر اعظم د کرکټ د نړۍ د شل اوريزه لوبو هغه لوبغاړی شو چې په کمو ۵۲ لوبو کې يې ۲۰۰۰ چټکي منډي ترلاسه کړي.

بابر اعظم د خپل ځان لپاره دا ستر وياړ د پاکستان او زمبابوي کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درېيمه شل اوريزه لوبه کې ترلاسه کړو.

همدارنګه بابر اعظم چې د کرکټ نړيوالي شورا يا اې سې سې د  شل اوريزه لوبو په درجه بندۍ کې هم دوهم مقام لري.

بل خوا د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلمشر او پياوړی توپ وهوونکی د کرکټ د نړيوالي شورا يا اې سې سې د يو ورځينۍ لوبو په درجه بندۍ کې هم لومړی مقام خپل کړی دی.

بابر اعظم وکولی شو چې د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي په وړاندې په درېيمه شل اوريزه لوبه کې د ۵۲ منډو په ترلاسه کولو سره په ۵۲ لوبو کې ۲۰۰۰ چټکي منډي ترلاسه کړي.

همدارنګه د پاکستان او زمبابوي ترمنځ دوهمه لوبه کې بابر اعظم ژر وسوځيد که چيري په هغه لوبه کې بابر اعظم د ډير وخت لپاره د لوبي په ميدان پاتې شوی وی نو کیدی شول بابر اعظم ۲۰۰۰ چټکي منډي په ۵۱ لوبو کې ترلاسه کړي.

د پاکستان او زمبابوي کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوريزه لوبو لړۍ کې لومړۍ شل اوريزه د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي او دوهمه يې د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي وګټله.

د پاکستان او زمبابوي کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په دوهمه شل اوريزه لوبه کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي و نه شو کړی چې کم هدف ترلاسه کړي.

د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي په وړاندې په دوهمه شل اوريزه لوبه کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي ته د ۹ لوبغاړو په سوځيدو سره په شل اورونو کې ۱۱۸ کمې منډي هدف وټاکه.

خو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلي و نه شو کړی چې په ټاکلو شل اورونو کې ۱۱۸ کمې منډي ترلاسه کړي.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلي ټول لوبغاړي د ۹۹ منډو باندې وسوځيدل.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ