پاکستان لوبډلي خپل بدل ترلاسه کړه. | خبریال

پاکستان لوبډلي خپل بدل ترلاسه کړه.

کریکبال وېبپاڼه / د پاکستان کرکټ ملې لوبډلي او زمبابوي کرکټ ملي لوبډلي ترمنځ د دري شل اوریزو او دوه ټیسټ لوبو لوبلړې.

د زمبابوي په کوربه توب د پاکستان کرکټ ملې لوبډلي او د زمبابوي کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دري شل اوریزو لوبو وروستي لوبه نن ترسره شوه.

چي په یاده لوبه کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ټاس یا بچه وکټله او د توپ وهني پریکړه يي وکړه. او د توپ اچوني بلنه يي د زمبابوي لوبډلي ته ورکړه.

د پاکستان لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د دري ویکټو په زیان سره ١٦٥ منډې ترلاسه کړي او د زمبابوي لوبډلې ته يي د ١٦٦ منډو هدف په شل اورونو کې ورکړه.

همدارنګه لومړني شل اوریزه لوبه د پاکستان لوبډلې کټلې وه.
خو دویمه شل اوریزه لوبه تري د زمبابوي لوبډلې وکټله.

په دوهمه شل اوریزه لوبه کې د پاکستان لوبډله په نهه نوي منډو وسوځیده.
د پاکستان لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې محمد رضوان او بابر اعظم ښه توپ وهنه وکړه.

چي محمد رضوان په ٦٠ توپونو باندي د دریو شپږیزو او پنځو څلوریزو پر مټ یو نوي ناسوځیدلي منډې جوړي کړي. او بابر اعظم بیا د ٤٦ توپونو په مرسته ٥٢ منډي جوړي کړي.

د زمبابوي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې بیا لوګ جنګوي ښه توپ اچونه ترسره کړه. نوموړي په څلورو اورونو کې د ٣٧ منډو په ورکولو سره دري ویکټي ترلاسه کړي.

د زمبابوي لوبډلې ونه شوو کولي چي یاد هدف ته ځان ورسوي او د په شلو اورونو کې د اووه لوبغاړو په زیان ١٤٧ منډې ترلاسه کړي او لوبه تري د پاکستان لوبډلې د څلرویشتو منډو په توپیر وکټله.

د زمبابوي لپاره په توپ وهنه کې ویسلې په ٤٧ توپونو باندي نهه پنځوس منډي جوړي کړي او د نورو لوبغاړو په نسبت ښه وځلیده.

د پاکستان لپاره په توپ اچونه کې حسن علي ښه توپ اچونه وکړه. چي په څلورو اورونو کې د ١٨ منډو په ورکولو سره څلور ویکټې ترلاسه کړي.

پاکستان د يادي لوبي په کټلو سره د شل اوریزو لوبو لوبلړي د دوه د یو پر وړاندي د زمبابوي څخه وکټله او لوبلړي يي په خپل نوم کړه.

د لوبي غوره لوبغاړي پاکستاني توپ اچونکي حسن علي وټاکل شو. هغي په څلورو اورونو کې د ١٨ منډو په ورکولو سره څلور ویکټې ترلاسه کړي.

او همدارنګه د ټول سریز غوره لوبغاړي بیا محمد رضوان وټاکل شو.

همدارنګه د یاد سفر په دوام دوه ټیسټ لوبي هم د زمبابوي او پاکستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

چي لومړني ټیسټ لوبه د اپریل د میاشتي په نهه ویشتمه نيټه ترسره کيږي او د می د میاشتې تر دریمې نیټي پوري دوام کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ